Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته د سعودي د لوړپوړي پلاوي په سفر کې د سرمایه کارۍ کوم تړون ولې ونه شو؟


د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی د پاکستان د پوخ له مشر جنرل عاصم منیر سره د لیدو په مهال.
د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ پلاوی د پاکستان د پوخ له مشر جنرل عاصم منیر سره د لیدو په مهال.

د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر شهزاده فیصل بن فرحان په مشرۍ د سعودي یو لوړ پوړي پلاوي د پاکستان خپله دوه ورځنۍ دوره پای ته رسولې ده خو په دې سفر کې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د غونډو باوجود کوم تړون یا معاهده نه ده ترسره شوې.

پاکستان ته د سعوي پلاوي خپل دا سفر وروسته له هغې کړی چې وزیراعظم شهباز شریف په دویم ځل د وزیراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپل لومړي بهرني سفر کې په مکه مکرمه کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وکتل.

د وي او ای اردو د رپورټ تر مخه د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پر امکاناتو کار کول وو.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان له خپل پاکستاني سيال اسحاق ډار سره په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې پاکستان د پانګونې په برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پانګونې ته وده ورکوي.

هغه وويل، موږ به په ګډه له دغو فرصتونو څخه پوره ګټه پورته کړو او په راتلونکو څو مياشتو کې به دا ټول تدبيرونه عملي کړو.

د عامو انتخاباتو نه وړاندې په نګران حکومت کې وزيراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په ستمبر کې وایس اف امريکه سره په مرکه کې ويلي وو چې پاکستان د سعودي عرب نه د ٢٥ اربه ډالرو سرمايه کارۍ غواړي چې پرې موافقه شوې ده.

په پاکستان کې تېر کال حکومت د بهرنۍ پانګونې لپاره یوه شورا یا کونسل هم جوړ کړی چې پکې د پوځ مشر او اړونده حکومتي ادارې هم شاملې دي.

د ځینو څېړونکو په وینا سعودي عرب په تېرو بیلابیلو وختونو کې له پاکستان سره مالي مرستې کړي دي خو د سرمایه کارۍ راجلب کولو لپاره سنجیده اقدامات نه لیدل کېدل.

څېړونکي وايي، پاکستان او سعودي عرب خپلې اړیکي په اقتصادي شراکت بدلوي، چې دا د اسلام اباد د بدلیدونکو حالاتو او اقتصادي ستونزو د هواري لپاره مهمه ده.

په سعودي کې د پاکستان پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي، پاکستان او سعودي تاريخي، د ورورولۍ او ستراتيژيکي اړيکې لري اؤ د دې دواوړو هیوادوادونو دوه اړخیزې اړیکې د دفاع څخه بهر په اقتصادي، ډیپلوماتیکو او ګډو پروژو کې د همکارۍ پراخولو فرصتونه لري.

هشام بن صدیق وي او اې ته ویلي، سعودي ته د وزیراعظم شهباز شریف د سفر نه سمدستي وروسته د سعودي د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ د یو لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته راتګ سنجیدګي ښیي چې دواړه هیوادونه خپلې اړیکې د روایتي کچې نه هرې څانګې ته غځولی شي.

د پاکستان اوسني حکومت ویلي چې د هیواد د اقتصاد ښه کول او د اقتصادي مشکلاتو لرې کول یې د لومړیتوبونو څخه دي.

دې هدف ته د رسیدو لپاره، پاکستان یو ځل بیا د سعودي مشرتابه ته سترګې نیولې دي چې په هیواد کې د معدنیاتو او کرنې په ګډون د پانګونې پروژو بشپړولو کې مرسته وکړي.

د سعودي لپاره د بلوچستان مناسب حالات:

د اقتصادي چارو کارپوه عابد سلهري وايي، د سعودي د پلاوي په اند دا سفر مهم دی.

نوموړي له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې د دې سفر په ترڅ کې د وزیرانو په کچه له ناستو سربېره ځکه کوم تړون مخې ته نه دی راغلی چې دا سفر د مئ میاشت کې پاکستان ته د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر د تیاریو په اړوند ؤ.

هغه وايي، پاکستان د کانونو، کرنې، انرژۍ او نورو برخو کې د پانګونې اسانه او پراخه موقعې اؤ فرصتونه لري.

عابد سلهري وويل، دا د پاکستان په ګټه ده چې سعودي عربستان دلته پانګونه وکړي اؤ د هغوي پانګونه بهد بلوچستان په څېر په افراطيت ځپلو سيمو کې هم د منلو وړ وي.

د هغه په وينا، که په بلوچستان کې د کوم هېواد پانګونه په سيمه ييزه کچه د منلو وړ وي، دا به د کوم اسلامي هېواد پانګونه وي اؤ هغه شرکت یا کمپني چې د سعودي د بیرغ لاندې په بلوچستان کې فعالیت کوي د افراطي ډلو له بریدونو سره به مخ نه شي.

پاکستان کې سعودي لپاره د پانګونې فرصتونه:

د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې پاکستان ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د سفر پر مهال سعودي په پاکستان کې د ۲۰ میلیارده ډالرو د پانګونې تړونونه لاسلیک کړي وؤ چې پکې د بلوچستان د ساحلي ښارونو د جوړولو تړون هم شامل ؤ، په ګوادر کې د تیلو د پاکولوکارخانه هم جوړه شوه. خو د پانګونې دغه پروژې تر اوسه بشپړې شوې نه دي.

تمه ده چې سعودي به ډېر زر په بلوچستان کې د ریکوډک په پروژه کې د یو ملیارد ډالرو په ارزښت د کانونو په برخه کې پانګونه پیل کړي.

ریکوډیک په نړۍ کې د سرو زرو ستره زېرمه :

پخوانى سفير ايډمرل (ريټايرډ) هشام بن صديق وايي په تيرو وختونو کې د سعودي د سرمايه کارۍ او د تېلو پاکولو په شان پروژې د پاکستان د حکومت د نه سنجيده کېدو له امله نه دي بشپړې شوې.

هغه وويل، چې د پانګونې په پايله کې به د نورو پانګوالو باور پيدا شي او په هېواد کې به خصوصي سکتور ته پانګونه راشي. همدا ډول سعودي غواړي چې په امنیتي چارو کې خپل صلاحیت یا توان سیوا کړي اؤ په دې لړ کې د پاکستان مرستې ته اړ دی.

د هشام بن صدیق په وینا، د سعودي سره اړیکو کې وخت په وخت پېدا شوي تناؤ ته په کتلو سره به پاکستان ته په سیمه کې د سعوي عرب اندېښنې اؤ د ګټو حساسیت هم په پام کې نیول وي.

هغه زياته کړه چې په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ترڅنګ به سعودي عرب د تېلو د پورونو په شکل کې هم اسلام اباد سره خپلې اقتصادي مرستې دوامداره ساتي اؤ د کرنټ اکاؤنټ دخسارې په کنټرول کولو کې به ورسره هم کومک کوي.

( د وي او ای اردو څخه په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG