په 2009م کې د تحريک نفاذ شريعت محمدي سره د تړون وروسته هم دا علاقه وه چې طالبان ورغلي وو او وروسته د جمعيت علمااسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بيان ورکړی و چې طالبان د اسلام اباد نه ډېر لرې نه دي
د اېن سي ای ای په تاریخ کې عبدالقادر وړمبۍ مېرمن وه چې لس کاله مخکې يې د کالج د فټ بال په دې ټورنامنټ کې حجاب اغوستی و. عبدالقادر د انټرنېشنل باسکېټ بال فېډرېشن په دې فېصله کې هم اهم کردار ادا کړی چې په کال ۲۰۱۷ کې يې په باسکېټ بال کې په لوبغاړو د حجاب پابندي يې لرې کړه
د بشري حقونو د هينګاو تنظم ترمخه، په 2023م کال کې په ايران کې لږ تر لږه 22 ښځو ته د مرګ سزا ورکړل شوې، 325 فعالې ښځې نيول شوي او 147 فعالې ښځې نيول شوي په کوړو يا دُرو وهل شوي او د مرګ سزاګانې ورته اورول شوې وې
په واشنګټن کې د انسټېټیوټ فار نیر ایسټ پالېسي اېرن زیلن چې د وسله والو ډلو په اړه څېړنه کوي، وايي د مرکزي اېشیا ګڼ شمېر وسله وال په شام او عراق کې په داعش کې شامل شوي وو او د سیمې ځینې وسله وال داعش خراسان سره یو ځای شوي دي
د اور بند د کوښښونو هدف د حماس د ولکې نه یرغمالان ازادول او غزه ته زیات امداد یقیني کول دي. د تېر کال د نومبر په میاشت کې د عارض اوربند په مهال اسرایل د خپلو زندانونه یو شمېر فلسطیني قېدیان او حماس یو شمېر یرغمالان ازاد کړل
نور کتل
No media source currently available