د غونډې ورسته خبرلایانو سره خبرو کې د پاکستان پیپلزپارټۍ شیري رحمان یو وارې بیا د جولايي په ٢٥ مه نیټه شوو انتاباتو کې د درغلۍ الزامات تکرار کړل او وې ویل "مونږ د ټگۍ ځپلې انتخابات نه منوو."
د پاکستان تحریک انصاف نه علاوه چې د جولايي په ٢٥ مه شوي انتخاباتو کې یې د خېبرپښتونخوا ترڅنگ په قامي اسمبلۍ کې هم اکثریت ترلاسه کړی دی، نورو گوندونو په انتخاباتو کې د پوځ په کردار تنقید کړی او په پوځ یې د درغلۍ الزامات لگولې دي
د جولايي په انتخاباتو کې د عمران خان پاکستان تحریک انصاف تر ټولو زیاتې چوکۍ گټلې او هغه متوقع وزیراعظم گڼل کیږي. د عمران خان د حکومت خارجه تگلاره به په ډول وي؟ په دې اړه د وي او ای ډیوه خبریال پیرزبیرشاه تفصیل وړاندې کوي
تحریک لبیک پاکستان د جولاي په انتخاباتو کې څه د پاسه دوه میلیونو رای اخیستې
تحریک لبیک پاکستان څه د پاسه دوه میلیونو رایو سره په پنځم نمبر ولاړ دی تر دې چې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب کې یې د ایم ایم ای نه هم نمبر وړی دی او دغلته د تر لاسه شوو رایو په بنیاد په څلورم نمبر ښکاري
مایک پامپېیو وویل د پاکستان متوقع نوي وزیراعظم او د پاکستان تحریک انصاف گوند مشر عمران خان سره همکارۍ ته سترگې په لار دی خو ددې خبرې هېڅ "منتق" نه ویني د چین قرض ادا کولو دپاره دې ايي اېم اېف پاکستان ته د امریکې پېسې ورکړي
بلخوا د عوامي نیشنل پارټۍ، ایم ایم ای، پاکستان مسلم لیگ (ن) او د پاکستان پیپلزپارټۍ د مشرانو یوه غونډه په اسلام اباد کې وشوه. رپورټونه وايي په غونډه کې برخه اخیستونکو گوندونو فيصله وکړه چې په پارلیمنټ او د پارلیمنټ نه بهر به د حزب اختلاف کردار ادا کوي
نور کتل