د امریکې کولمبيا پوهنتون د فلسطينيانو په حق کې د مظاهره کوونکو زده کوونکو د معطل کولو لړۍ پيل کړي ، پوهنتون دا قدم په داسې وخت کې پورته کړی چې زده کوونکو د پوهنتون په کمېپس کې د لګول شوو خېمو لرې کولو څخه انکار کړی وو.
د پوهنتون انتظاميې د ګل/ دوشنبې په سهار خبرداری ورکړی وو چې کوم زده کوونکي چې کېمپ نه خالي کوي، د ادارې د پاليسۍ منلو په ليکلي بڼه ژمنه نه کوي، هغوی به معطل کولی شي او د سمسټر پوره کولو اهل به نه وي.
د احتجاج ختمولو دپاره د پوهنتون انتظاميې او زده کوونکو مشرانو ترمنځ خبرې د ځنډ ښکار دي.
د پوهنتون مشر نعمت منوشي شفيق ويلي، په غزه کې د اسرايل د جګړې د مخالفت په اظهار کې لګول شوو خېمو لرې کولو په لړ کې کاميابي نه ده ترلاسه شوې.
د پوهنتون ویاند بين چانګ ويلي، احتجاجي کېمپونو د ګڼو یهودي زده کوونکو دپاره ناخوښه ماحول او ګډوډي جوړ کړل شوی او د دوی د زده کړو او حتمي امتحانونو د تيارۍ په لړ کې ورته خنډان جوړل کېده.
په کولمبيا پوهنتون کې دا تازه اقدامات په داسې وخت کې اخستل شوي چې په اسټن ښار کې په ټيکساس پوهنتون کې پوليسو د فلسطينيانو په پلوۍ د زده کوونکو په لاريون د تور مرچو اسپری کړی او ګڼ یې نيولي وو.
زده کوونکو درې غوښتنې کړي چې تر څو یې غوښتنې نه وي منل شوي د پوهنتون کېمپس کې به یې خېمې لګولي وي.
زده کوونکي غوښتنه کوي، پوهنتون دې د هغه کمپنو سره مالي تعقل ختم کړي چې د اسرايل سره تړون لري، د پوهنتون مالي معاملات دې راڼه او احتجاج کوونکو زده کوونکو او استادانو ته دې عامه معافي ورکړل شي.
د پوهنتون مشر نعمت شفيق ويلي، د کولمبيا پوهنتون به په اسرايل کې د مالياتو نه لاس نه اخلي، خو وړانديز یې کړی چې پوهنتون به په غزه کې د صحت او تعليم په برخه کې پانګونې کوي، او پوهنتون به نېغ په نېغه پانګونې نورې رڼې کوي.
د کولمبيا د زده کوونکو (اپارتهايد ډايوسټ) په نوم اتحاديې په يو خبري کانفرنس کې ويلي، چې په غزه کې د اسرايل په حملو کې د 34,000 نه زياتو فلسطينيانو د وژلو په مقابله کې د هغوی د ويرلو دغه کارونه هيڅ هم نه دي.
د اتحادیې ګڼو غړو روايتي فلسطيني سکارفونه اچولي، د کېمپ بهر یې د مارچ په شکل کې نعرې وهلي، چې (انکشاف وکړئ، مالياتي بېلتون وکړئ، مونږ به منع نه شو، مونږ به په ارام نه کښېنو).
دوه اوونۍ وړاندې پوهنتون د زده کوونکو د احتجاجي کېمپ ختمولو دپاره د نيويارک سټي پوليس طلب کولو په سر د پوهنتون په مشر نعمت شفيق باندې زده کوونکي، استادان او بهرني څيړنکي سختې نيوکې کوي.
( د دې خبر ځينې معلومات د رويټرز څخه اخستل شوي دي).