Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

افغانستان - د خلکو د تګ راتګ په اړه لنډ راپور (۳ - ۹ مارچ ۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Download

Share

Language
Pashto
Location
Afghanistan
Period Covered
Mar 03 2024
Mar 09 2024
Activity
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د خلکو د وروستیو خوځښتونو او تحرکاتو په ځواب کې، آی اُو اِم افغانستان د ۲۰۲۴ په پیل کې د ډي تي اِم پروګرام د خلکو د تګ راتګ د جریان څارنې فعالیت بیا پیل کړل ترڅو د افغانستان په سرحدونو کې د خوځښت او تګ راتګ په اړه ښه پوه شي. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټې، ډي ټي اِم د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په څلورو سرحدی پولو کې ساحوي ټیمونه ځای پر ځای کړل او همدارنګه دا فعالیت په یوې بلې سرحدي پولې٬ د خوست ولایت په غلام خان کې په ۱۱ دي فبروري پیل شو (لاندې نقشه د سرحدي پولو د موقیتونو لپاره وګورئ)، ترڅو دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کړي. لومړی د ټولو هغو کسانو شمیرل دي چې افغانستان ته راځي او یا د افغانستان څخه بهر وځي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو افغانستان ته د تګ او راتګ شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سروې ده چې افغانستان ته د راتللو یا وتلو په حال کې ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو د تلونکو او راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او زیانمنتیا په اړه پوه شي. دا مختصر راپور مهم معلومات وړاندې کوي چې د آی اُو اِم د معلوماتو د مختلفو سرچینو د یوځای کولو څخه لاسته راځي، لکه د آی اُو اِم افغانستان د (د جریان د څارنې شمېر) او (د جریان د څارنې سروې) فعالیتونه او د افغانستان آی اُو اِم د رارسېدو څخه وروسته د بشري مرستو برنامه (سي بي پا ها) او همدارنګه د پاکستان ډي ټي ام د (د افغان راستنیدونکو په اړه د جریان د څارنې سروې) څخه د مارچ له ۳ څخه تر  ۹ د مارچ مودې لپاره. د معلوماتو د راټولو د میتودولوژي په اړه د ډیرو معلوماتو لپاره ددې را پور آخرې پاڼې ته د (افغانستان ته د راتګ په اړه د آی اُو اِم معلومات) عنوان ته مراجعه وکړئ.