Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

افغانستان - د خلکو د تګ راتګ په اړه لنډ راپور (۴- ۱۰فبروري ۲۰۲۴) [PASHTO]

Share

Download

Share

Language
Pashto
Location
Afghanistan
Period Covered
Feb 04 2024
Feb 10 2024
Activity
  • Survey
  • Flow Monitoring Survey
  • Flow Monitoring

د وروستیو خوځښتونو په ځواب کې، آی اُو اِم افغانستان د ۲۰۲۴ په پیل کې د ډي ټي اِم پروګرام د خلکو د تګ راتګ د جریان څارنې فعالیت بیا پیل کړل ترڅو د افغانستان په سرحدونو کې د خوځښت او تګ راتګ په اړه ښه پوه شي. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۰ نېټې، ډي ټي اِم د ایران اسلامی جمهوریت او پاکستان سره په څلورو سرحدی پولو کې ساحوي ټیمونه ځای پر ځای کړل (لاندې نقشه وګورئ)، ترڅو دوه یو له بل سره تړلي یا اړوند فعالیتونه ترسره کړي. لومړی د ټولو هغو کسانو شمیرل دي چې افغانستان ته راځي او یا د افغانستان څخه بهر وځي، چې د جریان د څارنې د شمیر په نوم هم بلل کیږي، ترڅو افغانستان ته د راتګ او تګ شمیر معلوم کړي. دوهم د نمونې په ډول د ځینو کساو یا ډلو سروې ده چې افغانستان ته د راتللو یا وتلو په حال کې ترسره کیږي، چې د جریان د څارنې سروې په نوم هم یادیږي، ترڅو د تلونکو او راتلونکو خلکو د ځانګړتیاوو، هڅو او زیانمنتیا په اړه پوه شي. دا مختصر راپور مهم معلومات وړاندې کوي چې د آی اُو اِم د معلوماتو د مختلفو سرچینو د یوځای کولو څخه لاسته راځي، لکه د آی اُو اِم افغانستان د (د جریان د څارنې د شمېر) او (د جریان د څارنې سروې) فعالیتونه او د افغانستان آی اُو اِم د رارسېدو څخه وروسته د بشري مرستو برنامه (سی بی پا ها) او همدارنګه د پاکستان ډي ټي ام د ( د افغان راستنیدونکو په اړه د جریان د څارنې سروې) څخه د فبروري له ۴ څخه تر ۱۰ فبروري مودې لپاره. د معلوماتو د راټولو د میتودولوژي په اړه د ډیرو معلوماتو لپاره ددې را پور آخرې پاڼې ته د (آی اُو اِم معلومات د راتګ په اړه) عنوان ته مراجعه وکړئ.