Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ ضد اقدامات نه کوي


خواجه اصف له تېرې څه مودې راهيسې پر افغانستان نیوکې زیاتې کړې دي. پخوانی انځور
خواجه اصف له تېرې څه مودې راهيسې پر افغانستان نیوکې زیاتې کړې دي. پخوانی انځور

د پاکستان دفاع وزیر دعوه کړې ده چې د هغوی پر هڅو سربېره هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره ګامونه نه پورته کوي.

خواجه محمد اصف د مارچ پر ۲۷مه پر اېکس پاڼه تور پورې کړ چې په پاکستان کې د ترهګرۍ سرچينه افغانستان دی. "زموږ پر هڅو سربېره [په افغانستان کې د طالبانو حکومت] په دې اړه هېڅ هم نه کوي بلکې د ترهګرۍ د پټنځایونو په اړه پر معلوماتو لرلو سربېره هم [وسلوال] د دوی له غاړې د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي."

خواجه اصف زیاته کړې چې په هېواد کې يې د ترهګرۍ مخ پر زياتېدونکو پېښو ته په کتو له افغانستان سره د پولې د انتظام په چارو کې بنيادي بدلون راوستو ته اړتيا ده.

هغه زياته کړه، په داسې حالاتو کې چې کابل ورسره مرسته نه کوي نو پاکستان به ټول نړيوال قوانين او دودونه نافذوي. "د ترهګرو تګ راتګ به هرو مرو ختمول وي. دا ډول دواړه هېوادونه د ښه دودیزه ګاونډيانو په حېث دوه اړخيزې اړيکې پرمخ وړلاې شي او د ويزې او پاسپورټ له لارې د سفر کولو اسانتیاوو ته دوام ورکولای شو."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خواجه اصف د تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي، خو تر دې مخکې يې ټینګار کړی دی چې هېچا ته د افغانستان خاوره د بل پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د روان کال په جنورۍ کې ویلي ول چې حکومت یې "پاکستان په شمول هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جنورۍ کې ویلي ول چې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پاکستان داخلي موضوع ده چې اسلام اباد یې باید حل کړي.

نوموړي زياته کړې وه چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټنځایونه نه لري.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۸مه

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۸مه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وويل چې پر همدغه ورځ پېشلمي مهال يې په افغانستان کې دننه بريدونه کړي چې هدف يې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي ول.

د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په پکتيکا او خوست کې يې هغه کسان په نخښه کړي چې پر پاکستانيو ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول.

خو تر بريدونه وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي. نوموړي زياته کړې چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.‌

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه د شويو بریدونو په غبرګون کې د احتجاج په توګه په کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني هم ورغوښتی وو.

XS
SM
MD
LG