Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د کونړ ناامنو سیمو کې اوس د پولیو کمپاین وړاندې خنډونه ختم شوي- ځايي اوسېدونکي


افغانستان کې د پولیو کمپاین
افغانستان کې د پولیو کمپاین

د افغانستان د ختیځ کنړ ولایت په چپې درې ولسوالۍ کې چې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله د ګوزڼ ویروس ضد فعالیتونه او د رضاکارانو کار په کې په ټپه ولاړ و، اوس خلک وايي هغه ټول خنډونه لرې شوي.

هلته اوس عام خلک له رضاکارانو سره ملکړي شوي او د پولیو ټیمونه په اسانۍ سره هرې سیمې ته واکسین رسوي.

د پوليو د عامه پوهاوي يو پخوانى کارکوونکى وحيدالله وايي، چې اوس په ولسواليو کې خلک د پوليو واکسيناسيون له کارکوونکو سره همکاري کوي، چې پخوا يې ورسره سخت مخالفت کاوه.

واحد الله امریکا غږ ته وویل: "ما مخکې د واکسين په برخه کې کار کاوه، خو هغه وخت ډیرې جګړې وې او مونږ یې نه پرېښودلو چې خلک په خوندي ډول واکسین کړو. اوس امنيت شته او امنیتي ستونزې له منځه تللي دي او واکسین هم د خلکو په همکارۍ ترسره کیږي، ټول مشران او ګاونډیان یې ملاتړ کوي."

وحيدالله وايي، چې له کلونو راهيسې يې په يادې ولسوالۍ کې خلکو ته د پوليو په اړه عامه پوهاوی کړی، خو د ګڼو ستونزو سره به مل وو.

ده هغه په خبره، د امنیت په سمیدو سره اوس د ګوزڼ واکسناتوران او د عامه پوهاوي ټیمونه ددې ولسوالۍ په ټولو سیمو کې په کلکه مبارزه کوي.

نوموړي زیاته کړه: "زه پخوا واکسین کوونکی او مبلغ وم، د عامه پوهاوي په برخه کې مې کار کاوه، خو اوس ډېر راضي یم، ځکه کومو کسانو به چې موږ واکسین ته نه پرېښولو، اوس هماغه خلک راځي او له موږ سره مرسته کوي، منډې ترړې وهي او د روغتیا په برخه کې مونږ ملاتړ کوي."

ښاغلی وحیدالله زیاتوي چې پولیو یو خطرناک او وژونکی ویروس دی چې یوازې د پولیو په واکسین سره یې مخنیوی کیږي. د هغه په وينا، په دې برخه کې د خلکو همکارۍ ته جدي اړتيا ده، څو ياد ويروس په بشپړ ډول له منځه ولاړ شي.

نوموړي دا هم وويل: "پوليو يوه ډېره جدي او خطرناکه ويروسي ناروغي ده او که د پوليو په واکسين يې مخه ونه نيول شي، په بل څه يې مخه نه شي نيول کېداى، پخوا دا ناروغي په چپه دره کې ډېره وه، خو اوس یې هغه حالت نه دی پاتې او ډېر کم شوی دی."

وروسته له هغه چې د افغانستان په ختیځه حوزه کې د پولیو مثبت سمپلونه او مثبتې پېښې ثبت شوې، ولسونو هم د پولیو د کارکوونکو سره همکاري پیل کړه تر څو په یاده سیمه کې دا وژونکی ویروس په ګډه وځپي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG