Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو کمپاین

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د کوکنارو د اړولو کمپاین
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:40 0:00

پداسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو د بې ساري کمښت خبره کیږي خو بیا هم ځینې کروندګرو کوکنار کرلي دي. له بلې خوا په بلخ کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د کوکنارو د اړولو کمپاین هم روان دی، چې په ترڅ کې یې د چمتال په ولسوالۍ کې په جریبونو ځمکه کوکنار اړول شوي دي. 

په بلخ کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندان وايي،‌ چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د بلخ، چمتال، چهاربولک او دولت اباد په ولسوالیو کې شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې ده.

امنیه قوماندان ملا عبدالرازق راشد امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې دغه کمپاین به د کوکنارو د ټول کښت تر اړولو پورې دوام ولري.

عبدالرازق راشد وویل: « په حدود د دوه میاشتو کېږي چې د تاریاکو د له منځه وړلو کمپاین پیل شوی دی. په دې کمپاین کې تقریبا تر ۲۰۰ جریبه پورې ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکسازي شوې. او دغه عملیات به مو ادامه لري. تر څو چې یو بوټی هم پاتې وي. زموږ عملیات به ادامه لري».

د طالبانو حکومت دغه چارواکی وايي هغه کروندګر، چې د کوکنارو په کرکېلې له بندیز او خبردادري سربېره بیا هم کوکنار کري؛ له هغوی سره به قانوني چلند وشي.

هغه وویل: « هغه کوم کسان چې د کوکنارو کښت کوي او موږ توصیې ورته کړي‌ او خبر مو ورکړی. او بیا دوی کوکنار کري او بیا ددوی کوکنار غټېږي‌ نو بیا ماتېږي. یو خو ددوی خپل مصرف بېهوده ځي او بل ددوی لپاره سزا ګانې تعین شوي‌ د امیرالمؤنین له خوا څخه، چې بیا به قانوني چلند له هغو سره کېږي».

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت کروندګرو ته په یو جریب ځمکه کې د کوکنارو په کرلو د یو کال زندان حکم خبرداری ورکړی دی، خو بل لورته کروندګر بدیل معیشت غواړي.

XS
SM
MD
LG