Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو په واکمنیدو د جبري ترې تم کیدو بل پړاو‌ پیل شوی


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د بخښنې نړیوال سازمان په جنوبي اسیا کې په جبري ډول د ترې تم شویو کسانو په اړه په یو راپور کې ویلي چې افغانستان په دې تړاو یو وحشتناکه تاریخ لري او واک ته د طالبانو د بیا ستنیدلو وروسته په دغه هیواد کې په جبري ډول د ترې تم کیدلو یو نوی باب پیل شوی دی.

دغه سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته مارچ ۲۷ (حمل اتم) په یو راپور کې ویلي چې افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ رژیم، د مجاهدینو رژیم، د طالبانو د لومړۍ دورې او دوییم ځل واکمنۍ پر مهال په جبري ډول د ترې تم کیدو یو وحشتناک میراث درلودلی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د خلق دیموکراتیک ګوند په مشرۍ د رژیم پر مهال ۱۹۷۸ څخه تر ۱۹۹۲ پورې افغانستان کې په زرګونو کسان یوازې د وخت حکومت سره د مخالفت په دلیل په جبري ډول ترې تم شوي دي او دغې لړۍ د مجاهدینو د دواکمنۍ پر مهال ( ۱۹۹۲-۱۹۹۶) هم دوام لره.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: " هغوی [مجاهدین] هم د کورنۍ جګړې پرمهال د نړیوالو قوانینو لاندې جنایات ترسره کړي او بشري حقونو څخه یې سرغړونې کړي دي، چې په جبري ډول ترې کم کیدل هم په کې شامل دي. د مختلفو سازمانونو په اسنادو او شواهدو کې ددغو ډلو ترمنځ د سړي تښتوونو نښې لیدل کیږي چې تر ډیره یې ناسمه او ویجاړونکی اغیز د هزاره ګانو په قوم درلوده".

ددغه سازمان په راپور کې ویل شوي چې د ۱۹۹۶ کال څخه تر ۲۰۰۱ کال پورې د طالبانو د غورځنګ راپورته کیدل او په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په افغانستان کې په جبري ډول د ترې تم کیدلو بحران شدت موندلی دی.

په راپور کې ویل شوي: " د افغانستان اسلامي جمهوریت (۲۰۰۲ – ۲۰۲۱) د نړیوال ملاتړ سره سره په دې ونه توانید چې د ډلو لکه طالبانو او اسلامي دولت د خراسان د څانګې (داعش) په جبري ډول د ترې تم کیدلو څپه مهار کړي. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو بیرته ستنیدل د بخښنې د ژمنو سره سره په سیستماتیک ډول د ترې تم کیدو نوی باب پیل شوی دی".

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د طالبانو په بیا واکمنۍ کې په جبري ډول د ترې تم کیدو او د بشري حقونو څخه د سرغړونو د نورو ډولونو په اړه په خپلواکه توګه د راپورونو چمتو کولو لپاره امکانات ډیر محدود شوي دي چې له امله یې ددغه بحران ابعاد په بشپړ ډول پټ پاتې شوي دي.

ددې راپور په اساس ددې سره سره چې افغانستان په جبري ډول د ترې تم شویو کسانو لوړ شمیر لري، تر ۲۰۱۷ کال پورې ددغسې جنایاتو د څیړلو لپاره قانوني چوکاټ شتون نه درلود چې بالاخره په دغه کال کې دغې ستونزې ته په قانون کې ځای ورکړل شو.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان پخواني حکومتونه تر ډیره د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په ورکولو کې ناکام وو.

ددغه سازمان ددغه راپور دمخه افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ هم په افغانستان کې په خپلسر د نیونو او په ځینو برخو کې د جبري ترې تم کیدو په تړاو هم راپور ورکړی و.

ریچارډ بنیټ ویلي دي چې د طالبانو د ځپوونکو اقداماتو او سیاستونو له امله افغانستان کې بشپري وضعیت د جدي ګواښ سره مخ دی.

طالبانو حکومت د بخښنې نړیوال سازمان دغه راپور ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې وړاندې ددغه حکومت چارواکو په افغانستان کې د بد بشپري وضعیت په اړه د نړیوالو سازمانونو راپورونه رد کړي و او ددغسې راپورونو خپرول یې د طالبانو د حکومت پر وړاندې د پروپاګند یوه برخه ګڼلې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG