Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د اګست ۱۵؛ طالبان یې د خپل 'بري' او یو شمېر افغانان یې 'توره ورځ' بولي  


په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن دوشنبه د اګست ۱۵ (زمری۲۴) د خپل بري ورځ نمانځلې او هغه یې « د اشغال د ختمېدو» ورځ ګڼلې ده، خو یو شمېر افغانان بیا دا «یوه توره ورځ» بولي.

طالب جنګیالیو د دوشنبې په ورځ اګسټ ۱۵ (زمرۍ ۲۴) په کابل کې د امریکا د سفارت مخې ته په داسې حال کې د بریا شعارونه ورکړل چې دوی په افغانستان کې له یو کړکېچن کال وروسته چې د ښځو حقونه یې تر پښو لاندې کړل او بشري ناورین لا پسې زیات شو، په افغانستان کې واک ته د خپل راتګ لومړۍ کلیزه ونمانځله.

پوره یو کال وړاندې، وروسته له هغې چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو په یوه داسې شخړه کې دوه لسیزې مداخله پای ته ورسوله، چې د لسګونو زرو کسانو ژوند یې واخیست، سخت دریځو اسلامپالو د دولتي ځواکونو پر ضد په ټول هیواد کې له عملیاتو وروسته کابل ونیوه.

پداسې حال کې چې طالب چارواکو تر دې دمه د کلیزې د نمانځلو لپاره کوم رسمي مراسم نه دي اعلان کړي، مګر دولتي تلویزیون ویلي چې دوی به د دوشنبې په ورځ د نمانځلو لپاره ځانګړی پروګرام ولري.

د طالبانو د حکومت یو ویاند بلال کریمي په خپل ټویټر کې لیکلي چې: «دا د افغان مسلمانانو او خلکو د بریا او خوښۍ ورځ ده. دا د سپین بیرغ د فتحې او بریا ورځ ده.»

طالب جنګیالی نعمت الله حکمت، چې د تېر کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان څخه د ولسمشر اشرف غني تر وتلو څو ساعته وروسته پلازمېنې ته ننوتی و، وایي: «موږ د جهاد فرض پوره کړ او خپل هېواد مو ازاد کړ.»

خو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د اګست ۱۵ نېټه د افغانستان لپاره «توره ورځ» بللې ده.

د مېرویس امرخېل په نوم افغان په خپل ټویټر کې افغانستان ته د طالبانو بیا راتګ یوه توره ورځ بللې او لیکلي دي چې« د اګسټ پنځلسمه د افغانستان په تاريخ کې توره ورځ ده، له تور اشغال څخه د هیواد د ازادۍ په هیله.»

طالبان واک ته له رسېدو وروسته په رسنیو کلک بندیزونه ولګول، له ښځو څخه یې د کار،‌ اقتصادي، سیاسي او اجتماعي مشارکت حق واخیست او تر شپږم ورپورته یې د نجونو ښوونځي وتړل.

د ټولنیزو رسنیو بلې فعالې امنې وردګ په خپل ټویټر کې په دې اړه یوه ویدیو هم خپره کړې ده او لیکلي دي: «د اګست پنځلسمه یوه بدمرغه ورځ ده چې زما په څېر ګڼ افغانان یې بې کوره او بې وطنه کړل. د اګسټ پر ۱۵ موږ ملي هویت، ملي بیرغ،ولسواکي، د بیان ازادي، دښځو حقوق، د انسان حقوق او د افغان وطن اختیار له لاسه ورکړ. دا یوه توره ورځ ده...»

د ټولنیزو رسنیو بل افغان کاروونکي ضمیر خان بیا په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې د اګست ۱۵« هغه توره ورځ ده چې ټولو افغانانو... او ټول ملي ارزښتونه، ملي بیرغ، ملي پوځ، ملي سرود او هغه ټول شل کلن مزل مو د لاسه ورکړو چې هيڅ د لاسه ورکولو نه وو».

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بې نظمیو ډک وتل په ترڅ کې چې د اګست تر ۳۱ نیټې پورې روان وو، په لسګونو زره کسان د کابل هوايي ډګر ته په دې هیله ورغلي وو، چې له افغانستان څخه په یوه الوتکه کې وایستل شي.

په هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې انځورونه، د الوتکې پر سر پورته کېدل - او ځینې یې د متحده ایالاتو په پوځي کارګو الوتکې پورې چې د هوایي ډګر د ځغاستې په لیکه روانه وه، نښتل – د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په خبرونو کې خپاره شوي دي.

د خوښیو شیبې

ډېر شمیر طالب جنګیالي د کابل د عامه روغتیا په لور لارې (مسعود څلورلارې) کې راټول شوي وو، د خپل رژیم سپین بیرغونه یې نندارې ته ایښي وو او دودیزه نڅا یې کوله. ځینو یې وسلې پورته نیولې وې او نورو یې په موبایلونو کې عکسونه اخیستل.

امین الله صوفي عمر فرانس پرس اژانس ته وویل، "موږ ټول خوشحاله یو چې موږ د متحده ایالاتو د سفارت مخې ته خپله خپلواکي نمانځو."

طالب جنګیالي پداسې حال کې د خپل غورځنګ د بریا او واک ته د رسیدو خوښي کوي چې نړیوالې مرستندویه ادارې وايي د افغانستان د ۳۸ میلیون نفوس نیمایي وګړي له خورا فقر سره مخامخ دي.

بلخوا د زیات شمیر عادي افغانانو لپاره، د طالبانو بیا واکمن کیدو یوازې ستونزې زیاتې کړي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره.

د کابل له سقوط وروسته په پیل کې، طالبانو د نرم چلند ژمنه کړې وه خو د خپل لومړي دور واکمنۍ په څېر (۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱) په ښځو باندې د اسلام له دین څخه د خپل تعبیر په اساس سخت محدوديتونه وضع کړل.

په لسگونو زره نجونې د منځنيو او لیسه ښوونځيو څخه بې برخې شوي او ښځې دولتي دندو ته د بیرته ستنیدو څخه بندې شوې دي. دا پداسې حال کې دي چې د مۍ په میاشت کې، ښځو ته امر وشو چې په عام محضر کې د مخونو په ګډون ځان په بشپړ ډول وپوښوي.

د کابل یوې اوسېدونکي اوګي امېل فرانس پرس ته ویلي: "له کومې ورځې چې دوی راغلي، ژوند يې مانا له لاسه ورکړې ده." هغې زیاته کړه: "هر څه له موږ څخه اخیستل شوي، دوی حتی زموږ شخصي فضا ته ننوتلي دي."

طالب جنګیالیو د شنبې په ورځ اګسټ ۱۴ د ښځو د حقونو یوه مظاهره په هوایي ډزو او د یو شمیر ښځینه مظاهره کوونکو په وهلو سره ګډه وډه کړه.

مونیسه مبارز نن د دوشنبې په ورځ فرانس پرس ته وویل: «زمونږ د عدالت غوښتنه د ټوپک په ډزو خاموشه شوه، خو نن مونږ له خپل کور څخه د عدالت غوښتنې غږ پورته کوو.»

مونسه د شاوخوا ۳۰ میرمنو له ډلې څخه ده چې په یوه نامعلوم ځای کې د کور دننه د اعتراض کولو لپاره راټولې شوې وې.

طالبان پداسې حال کې پر افغانستان د خپلې واکمنۍ یو کال پوره کېدل نمانځي چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې (IRC) د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه ښودلې او ویلي یې دي چې ددې هیواد بشري اړتیاوې به یو پر درېیمه برخه نورې هم زیاتې شي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د دوشنبې په ورځ اګست ۱۵مه (زمري ۲۴) خبرداری ورکړی چې اوسنی بحران ممکن د تیرې شلو کلونو په پرتله د زیاتو افغانانو ژوند واخلي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د واک د بدلون څخه یو کال تیریږي او د اقتصاد پاشل کېدو خلک د لوږې له بحران سره مخ کړي دي.

دغې کمېټې زیاته کړې چې افغانستان په تیرو دوو لسیزو کې پر نړیوالو مرستو تکیه و، خو د تیر یو کال راپدېخوا یادې مرستې بندې شوي او یا هم کنګل شوي دي چې دې کار په ټولو افغانانو ناوړه اغېز کړی دی.

دا لیکنه د فرانس پرس اژانس د رپوټ په بنسټ جوړه شوی

XS
SM
MD
LG