Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان ۱۹ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو را وتلو په اړه خبرداری


په داسې حال کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د ګڼو ځاني او مالي زیانونو راپورونه ورکړل شوي، د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې تازه په ۱۹ ولایتونو د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پيژندنې ادارې نن سې شنبه اګست ۱۶ (زمري ۲۵) ویلي چې د افغانستان ۱۹ ولایتونو کې به نن او سبا چهارشنبه تر سختو بارانونو وروسته سېلابونه رامنځته شي چې تالنده او برښنا به هم ولري.

په دغه ولایتونو کې نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پنجشیر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، بامیان، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزګان، دایکندي او کندهار شامل دي.

د یادې ادارې په خبرداری کې ویل شوي چې د ورښت کچه به په بېلابېلو سیمو کې له ۱۰ څخه تر ۳۵ ملي مترو پوري وي.

په بیان کې راغلي چې له دې سره به هم مهاله هرات، فراه او نیمروز ولایتونه د چټکو بادونو او دوړو شاهدان وي چې د سرعت کچه به یې په ساعت کې له ۲۰ څخه تر ۶۵ کیلومتره پوري وي.

بلخوا په تازه پېښه کې پرون ناوخته د غزني ولایت په مربوطاتو کې د سېلاب اوبو کې د یو مسافر وړونکي بس چپه کېدو له امله دوې ښځې او درې ماشومان مړه شوي دي.

د طالب چارواکو د معلوماتو په اساس دغه پېښه پرون ناوخته د دغه ولایت د ګیلان ولسوالۍ په مطیع پل سیمه کې رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو شاهدان دي.

میدان وردګ، ننګرهار، لوګر، پروان، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني، زابل، کاپیسا او کندهار هغه ولایتونه دي چې ویل کیږي وروستیو سېلابونو سخت ځپلي دي.

د طالبانو چارواکي وايي چې روانه اونۍ په پروان او ننګرهار ولایتونو کې د تازه ورښتونو او سېلابونو له امله نژدې ۴۰ کسان مړه شوي، ګڼ کسان ټپیان شوي او په سلګونو کورونه هم تخریب شوي دي.

طبیعي پېښو ته رسېدو چارو کې د طالبانو حکومت وزارت مرستیال شرف الدین مسلم روانه اونۍ وویل چې دوی د افغانستان سېلاب ځپلو کورنیو ته د بېړنیو مرستو رسولو لړۍ پيل کړې، خو هغه وویل چې اوښتو زیانونو ته کتو دغه مرستې کافي نه دي او له نړیوالو خیره بنسټونو څخه یې زیانمن شوو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه.

افغانستان چې وار له مخکې جګړو او وچکالۍ سخت ځپلی خلک یې د اوسنیو طبیعي پېښو له امله هم سخت ځپل شوي دي.

سېلاب ځپلې کورنۍ وايي چې د وروستیو بارانونو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه له منځه تللي او په خبره یې بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG