Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو کس په چړې څلور تنه وژلي او پنځه یې ټپیان کړي


د ایلینوی په راکفورډ کې د چاقو برید
د ایلینوی په راکفورډ کې د چاقو برید

د امریکا په ایلینوی ایالت کې پولیس وايي، یو سړي پر عامو خلکو باندې د چړې برید کړی، د یوې پېغلې نجلۍ په ګډون څلور کسان وژل شوي او لږ تر لږه پنځه نور ټپیان دي.

د راکفورډ ښار پولیسو په یو بیان کې وویل چې د چړې برید د چهارشنبې مارچ ۲۷ (وري ۸) په ماسپښین شوی ، او زیاته یې کړه چې یو ۲۲ کلن کس د دې برید په شک نیول شوی دی.

په بیان کې د بریدګر د احتمالي انګیزې په اړه څه ندي ویل شوي.

راکفورډ د شیکاګو ښار شمال لویدیځ په ۱۴۵ کیلومترۍ کې پروت دی. د پولیسو په وینا، په وژل شویو کسانو کې یوه ۱۵ کلنه نجلۍ، یوه ۶۳ کلنه ښځه او دوه ۴۹ او ۲۲ کلن نارینه شامل دي.

د پولیسو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي، خو په امریکايي رسنیو کې د ټپیانو شمېر اووه تنه ښودل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG