Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې په شمال کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې ۴۲ تنه وژل شوي - څارونکي


د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل راهیسې،‌ دا برید په سوریې کې د ایران له ملاتړ څخه په برخمنو ځواکونو وروستۍ مرګونې برید دی.
د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل راهیسې،‌ دا برید په سوریې کې د ایران له ملاتړ څخه په برخمنو ځواکونو وروستۍ مرګونې برید دی.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د جمعې په ورځ، مارچ ۲۹ (وري لسمه)، د دغه هېواد په شمال کې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې د حزب الله د شپږو غړو په ګډون د سوریې د ۳۶ پوځیانو له وژل کېدو څخه خبر ورکړ.

د اسرائیل او حماس ډلې تر منځ د جګړې له پیل راهیسې،‌ دا برید په سوریې کې د ایران له ملاتړ څخه په برخمنو ځواکونو وروستۍ مرګونې برید دی.

اسرائیل په ۲۰۱۱ کال سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، دغه هېواد کې سلګونه هوايي بریدونه کړي. اسرائیل پدغو بریدونو کې د سوريي پوځي مرچلې او د ایران د ملاتړي حزب الله جنګیالي یې چې د دمشق او د فلسطیني وسله والې ډلې حماس متحد دی، په نښه کړي دي.‌

همدارنګه د تیرکال د اکټوبر په اوومه له حماس سره د اسرائیل د جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل لخوا دغه راز بریدونه زیات شوي او د جمعې ورځې برید، په ۲۴ ساعتونو د اسرائیل له خوا دویم برید وو.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله په سوریه کې دننه د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې: "د اسرائیل هوايي بریدونو" د حلب هوايي ډګر ته نږدې د ایران له ملاتړه د برخمنې لبنانۍ وسله والې ډلې، حزب‌الله د توغندیو پر یو ډیپو تر سره شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې "د لبنان د حزب الله ډلې د شپږو غړو او د سوريې د "۳۶ سرتیرو په ګډون" ۴۲ وژل شوي، چې د اسرائیل او حماس جګړې له پیل راهیسې د اسرائیل په بریدونو کې دا د سوریې د پوځ ترټولو لوی تلفات دي.

د سوریې دولتي خبري اژانس 'سانا'، د یوې پوځي سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې اسرائیل د جمعې د شپې پر ۱:۴۵ بجو د حلب په جنوب ختیځ کې څو ځایه هوايي بریدونه کړي‌ دي چې له امله یې یو شمېر ملکي او پوځيان وژل شوي دي.‌

په ورته وخت کې د اسرائیل پوځ د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي، چې "دوی د بهرنیو رسنیو پر رپوټونو تبصره نه کوي."

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډله د سوریې په حلب ولایت کې د ایران پلوه ډلو تر کنټرول لاندې سیمه کې "د یو پوځي فابریکې" په نښه کولو هم راپور ورکړی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، دا بریدونه د سوریې له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده او د سیمې او نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی. همدارنګه اړینه ده چې نړیواله ټولنه او د ملګرو ملتو امنیت شورا د دغو بریدونو د غندلو تر څنګ، د هغه د مخنیوی لپاره اقدام وکړی.

سوریه کې د اسرائیل هوايي‌ بریدونه تر هغې وروسته لا ډېر شوي،‌ چې د تیرکال د اکتوبر پر اوومه د حماس ډلې پر اسرائیل برید وکړ، چې پکې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول.

په غزه کې د اسرائیل په ځوابي پوځي عملیاتو کې تر ۳۲ زرو زیات زیاتره ملکي فلسطینیان وژل شوي. اسرائیلي پوځ وايي، په دې ترڅ کې د حماس څو زره وسله وال هم وژل شوي دي.

همدارنګه د سوریې د کورنۍ جګړې له یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې اسرائیل په دغه هېواد کې په سلګونو هوايي بریدونه کړي او په ډېرو مواردو کې یې د ایران پلوه ځواکونو او د سوریې د پوځ مرچلې په نښه کړي دي.

اسرائیل چې ډیر لږ په سوریه کې د انفرادي بریدونو په اړه تبصره کوي، په پرله پسې توګه یې ویلي، ایران ته چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم څخه ملاتړ کوي، به اجازه ورنکړي سوریې کې خپل حضور پراخ کړي.

سوریه له ۲۰۱۱ کال راهیسې په خونړیو او وژونکو جګړو کې ښکېله ده. په دې موده کې تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان وژل شوي او د دغه هېواد په میلیونونو خلک یا له خپلو کورونو بې ځایه شوي او یا هم د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG