Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو په لسګونو زره روسان عسکرۍ ته جلبوي


په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۳۰۰ زره روسان عسکرۍ ته جلب شول.
په ۲۰۲۲ کې شاوخوا ۳۰۰ زره روسان عسکرۍ ته جلب شول.

د روسیې حکومت راتلونکې اونۍ په لسګونو زره روسان جبري عسکري خدمت ته بولي ترڅو په پوځي لیکو او احتیاطي ځواکونو کې د پرسونل اړتیا پوره کړي.

که څه هم مسکو ويلي چې عسکرۍ ته غوښتل شوي کسان به د جګړې دپاره اوکراین ته نه لیږل کیږي خو په روسیه کې داسې اوازې خپرې شوي چې کرملین د اوکراین د جګړې دپاره نوي خوځښت ته تیاری نیسي.

روسیه په کال کې دوه ځله ددغه هېواد اتباع جبري عسکرۍ ته غواړي.

د روسیې دفاع وزارت د جلب و جذب د څانګې مرستیال ولادیمیر سملیانسکي د جمعې په ورځ مارچ ۲۹ (وري ۱۰) یوې خبري غونډې ته وویل چې "د پسرلي جلب به د اپریل له لومړۍ نیټې څخه پیل شي."

سملیانسکي وویل: "جلب شوي کسان به د روسیې په نویو سیمو کې د وسله والو ځواکونو د ځای پر ځای کولو ځایونو –دونیڅک او لوهانسک د خلکو جمهوریتونو، خرسون او زاپوروزیا – او په ځانګړیو عملیاتو کې د برخې اخیستلو دپاره نه لیږل کیږي."

مسکو په ۲۰۲۲ کې په یو اړخیز ډول د اوکراین دا څلور سیمې د خپلې خاورې ضمیمه کړې او پر اوسیدونکو یې فشار راوړی چې د روسیې تابعیت واخلي.

د تیر کال د پسرلي د جلب او جذب په جریان کې شاوخوا ۱۴۷ زره کسان په پوځ کې شامل کړل شول. مسکو ندي ویلي چې دا کال د څومره کسانو د جذبولو پلان لري.

په روسیه کې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکي نارینه جبري عسکرۍ ته جلبیږي او مکلف دي چې ۱۲ میاشتي پوځي خدمت وکړي.

جلب شوي کسان په پوځ کې له شملېدو وروسته له سخت فشار سره مخامخ کیږي چې په داوطلب ډول په پوځ کې د خدمت قرارداد لاسلیک کړي. ددغه قرارداد له مخې، دوی د اوکراین جګړې ته هم لیږل کیږي.

تازه اندېښنې

روسیه وايي، د تیر کال د جلب او جذب په نتیجه کې یې تر ۴۰۰ زرو ډېر کسان استخدام کړي دي او د دفاع وزارت یې جنګیالیو ته لوړ معاشونه ورکوي.

پر روسیې تور دی چې په پوځ کې د جبري خدمت دپاره د خلکو د جلبولو په برخه کې په بې وزلو سیمو او توکمیزو جمهوریتونو تمرکز کوي.

د جبري عسکرۍ د مودې له پوره کولو وروسته، عسکر په احتیاطي ځواکونو کې شاملیږي چې د ځواکونو خوځولو او اړتیا په صورت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل کیږي.

له هغه راهیسې چې کرملین د ۲۰۲۲ په مني کې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان عسکرۍ ته جلب کړل، داسې اوازې خپرې شوي چې دغه کسان به جګړې ته سوق شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دسمبر په میاشت کې پوځ ته د جلب او جذب د تیرو پړاونو بریالیتوب ته په اشارې وویل چې د جلب او جذب بل پړاو ته "هیڅ اړتیا نشته."

خو په روانه میاشت کې د ولسمشر په توګه د پوتین له بیا ټاکل کېدو وروسته، د دفاع وزارت دا اعلان چې ددې کال تر پایه دوه نورې پوځي قطعې جوړوي او همدارنګه د کرملین له لورې پر اوکراین باندې په مسکو کې د کنسرت پر تالار د تیرې اونۍ د خونړي برید د پړې اچولو تازه اندیښنې رامنځته کړي دي.

د پوتین د بیانیو پخواني لیکوال او د کرملین ضد اوسني کمپاین کوونکي عباس ګالیاموف، تیره اونۍ په ټیلیګرام کې ولیکل: "پوتین ته په رایه ورکولو سره، تاسو عسکرۍ ته د سوق کیدو ته رایه ورکوئ."

د کرملین د پخواني منتقد الیکسي ناوالني ډلې د پنجشنبې په ورځ له خلکو وغوښتل چې پوځ ته د جلب او جذب غوښتنه له له پامه غورځوي او د استخدام دفترونو ته له تللو ډډه وکړي.

پوتین د ډسمبر په میاشت کې ویلي وو چې ۶۱۷ زره روسي سرتیري د "جګړې په سیمه" کې ځای پر ځای شوي دي.

پوتین تېر کال فرمان صادر کړ چې د روسیې د پوځ د سرتیرو مجموعي شمېر له ۱.۱۵ میلیون څخه ۱.۳۲ میلیونو ته لوړ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG