Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

ممبۍ د اسیا د میلیاردرانو پلازمېنه شوه؛ د نړۍ میلیاردر لرونکي هېوادونه وپېژنئ


ممبۍ په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو پلازمېنه شوه
ممبۍ په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو پلازمېنه شوه

د هورون تحقیقاتي انستیتوت د نړۍ د هغو ښارونو او هېوادونو تازه لست خپور کړی دی چې ډېر میلیاردران لري او ویلي دي چې له دې اړخه د هند ممبۍ د چین له بیجینګ څخه مخکې شوې او په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو په پلازمېنې بدله شوې ده.

دا لومړی ځل دی چې د هند ممبۍ، چې د دغه هېواد تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ایالت بلل کېږي، په اسیا کې دا مقام خپلوي.

سره له دې چې ممبۍ تر بیجینګ مخکې ده، خو د متحدو ایالتونو نیویارک په نړۍ کې لومړی ښار دی چې ډېر (۱۱۹) میلیاردران لري او ورپسې د لندن ښار دی چې ۹۷ میلیاردران لري.

په اسیا کې بیا د هند اقتصادي مرکز ممبۍ لومړۍ شوې چې ۹۲ میلیاردران او ورپسې د بیجینګ ښار دی چې ۹۱ میلیاردران لري.

د هورون تحقیقاتي‌ انستیتوت د خپور شوي‌ لست په اساس، د اسیا درېیم ښار شانګهای دی چې ډېر ملیاردران لري. همداسې په ترتیب سره شینژن(۸۴)، هانګ کانګ(۶۵)، مسکو(۵۹)، نوي ډیلي (۵۷)، او سان فرانسیسکو(۵۲) نور هغه پنځه ښارونه دي چې ډېر میلیاردران په کې دي.

د نړۍ ډېر میلیاردر لرونکي هېوادونه

د دغه انستیتوت د معلوماتو په اساس، چې د امریکا سي ان بي سي خبري رسنۍ یې له مخې راپور لیکلی، دا مهال په نړۍ کې ۳۲۷۹ میلیاردران دي، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله پنځه سلنه زیات شوي‌ دي.

په هېوادونو کې بیا چین لومړی هېواد دی چې تر بل هر هېواد ډېر ۸۱۴ میلیاردران لري، سره له دې چې د تېر کال په پرتله په چین کې ۱۵۵ میلیاردران کم شوي دي.

په چین پسې وروسته دویم هېواد متحده ایالتونه دی چې ۸۰۰ میلیاردران لري او هند د ۲۷۱ میلیاردرانو په لرلو سره په نړۍ کې درېیم هېواد دی.

بریتانیا ۱۴۶ میلیاردران لري چې څلورم دی او ورپسې جرمني د ۱۴۰، سویزرلنډ د ۱۰۶، روسیه د ۷۶، ایټالیا د ۶۹، فرانسه د ۶۸ او برازیل د ۶۴ میلیاردرانو په لرلو په لست کې په ترتیب سره یو په بل پسې پ دي.

د دغه راپور په اساس د د چین د «ننګفو سپرینګ» د اوبو د شرکت مالک ژونګ شانشن د چین تر ټولو شتمن کس دی.

د بلومبرګ د میلیاردرانو د لست په اساس، د امازون مشر جیف بیزوس او د تسلا مشر ایلن ماسک د متحدو ایالتونو دوه لوی میلیاردران دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG