Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ګوزڼ ۷ نوې پېښې ثبت شوي


پاکستان کې د پولیو نوې پېښې ثبتې شوې
پاکستان کې د پولیو نوې پېښې ثبتې شوې

په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په اوو ښارونو اسلام اباد، لاهور، پنډۍ، پېښور، بنو، نوښار او سوات کې د پولیو (ګوزڼ) اووه تازه پېښې ثبتې شوې دي.

په دغو پېښو کې یې څلور د خیبرپښتونخوا ایالت کې دي.

له دې سره په روان کال کې په پاکستان کې د ګوزڼ د پېښو شمېر ۱۴ ته ورسېده چې اکثریت یې په شمالي وزیرستان کې دي. دا قبایلي سیمه ده چې د دودیزو مسائیلو وراخوا ناامنیو هم په کې د ګوزڼ ضد واکسین له خنډ سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان د روغتیا مرکزي وزیر عبدالقادر پټیل ویلي دي چې د ګوزڼ ویرورس ختمولو ته ژمن دي او له میندو او پلرونو څخه یې غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي.

په همدې حال کې د پولیو د مخنیوي د پروګرام یوې پخوانۍ مسئولې ندیم جان امریکا غږ ډیوې ته ویلي دي چې د پولیو ضد کمپاینونو په تګلارو کې نیمګړتیاوې شته او په خبره یې تر څو پورې چې دا نیمګړتیاوې لېرې شوې نه وي، دا پېښې به وي. هغې په دې برخه کې د پروګرامونو په تطبیق او څار ټېنګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څه موده مخکې اعلان وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې په دغه هېواد کې د پولیو هېڅ پېښه ثبت شوې نه وه.

پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه بلل کېږي چې د ګوزڼ وژونکی ویروس لا هم په کې ژوندی دی او د نورو دودیزو مسائیلو تر څنګ نا امني هم د دغه ویروس د ختمېدو چارې ټکنۍ کړې دي.

شاوخوا دوې میاشتې مخکې په پاکستان کې وسله والو د پولیو ضد د واکسین د کمپاین په ډلې باندې برید کړی چې یو واکسین کوونکی او دوه پولیس یې وژلي دي. دا پېښه د شمالي وزیرستان د «دته خیل تاڼې» په سیمه کې شوې ده.

تر دې یوه ورځ مخکې، پاکستاني چارواکو ویلي وو چې د ګوزڼ ضد نوی کمپاین یې پیل کړی دی چې د مسئولینو په وینا شاوخوا ۱۲.۶ میلیون ماشومانو ته به په کې د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG