Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د نوي ۱۴۰۳ تعلیمي کال پیل؛ د نجونو ښوونځي لا هم تړلي دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

افغانستان کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز کال د پیل په لومړۍ ورځ د کابل په ګډون ددغه هیواد په سړو سیمو کې نوی تعلیمي کال هم پیل شو، خو د طالبانو د حکومت چارواکو د تعلیمي کال د پیل مراسمو ته په ویناو کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هیڅ څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې نن د چهارشنبې ورځ مارچ ۲۰( حمل اول) د نوي ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز د نمانځنې لپاره د تیرو دوو کلنو په څیر سږکال هم د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول کومه غونډه نه وه جوړه شوې.

طالبانو په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د نوي کال او د نوروز د جشن نمانځل بند کړي دي.

د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د سخي په روضه کې چې د نوي کال په لومړۍ ورځ به په کې د خلکو ګڼه ګوڼه خورا زیاته وه او د سخي جنډه به پورته کیدله نن ددغه زیارت شاوخوا ته ډیر کم خلک تر سترګو کیدل او د زیارت جنډه هم پورته نشوه.

د طالبانو حکومت د نوي کال د لومړۍ ورځې رحصتي هم لغوه کړې ده او د چهارشنبې په ورځ د کابل په ګډون په ولایتونو کې هم دولتي ادارې پرانیستې وې.

ددې سره سره یو شمیر افغان سیاسیونو او ځینو بهرنیو هیوادونو دپلوماتانو افغانانو ته د نوي لمریز کال او د نوروز د رسیدلو له امله مبارکي ورکړې ده.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په یو پیغام کې چې رسنیو ته استول شوي ویلي چې د نوي کال ۱۴۰۳ په را رسیدو سره، نوی تعلیمی کال هم پیلیږ‌ي.

ښاغلي کرزي ویلي:" معمولاً د درسونو د پیل ورځې به زموږ بچیانو، نجونو او هلکانو ته د جشن او د اختر د ورځو په شان وې. متأسفانه نژدی درې کاله کیږي چې د ګران هیواد نجونې له تعلیم او تحصیله محرومې دي او نشي کولای مکتبونو او پوهنتنونو ته ولاړې شي، علم زده کړي او پدې توګه خپلې کورنۍ او وطن ته خدمت وکړي".

پخواني جمهور رئیس په دې پیغام کې ویلي د علم زده کړه د هرې انساني ټولنې د بقا، پرمختګ، عزت او له احتیاجه د خلاصېدو لار ده.

هغه زیاته کړې:" د نوي تعلیمی کال د پېلیدو په درشل کې یوځل بیا پر سرپرست اسلامي حکومت غږ کوم او په تکرار ترې دا غوښتنه کوم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د افغانستان د لوڼو پرمخ پرانیزي، دوی ته دې د ښه تعلیم او پرمختگ زمینه برابره کړي، څو هیواد مو د پردیو له احتیاجه آزاد، پرځان بسیا او د سیالانو سیال شي."

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانانو ته د نوي لمریز کال د بره کیدو مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله په نوي کال کې افغانانو ته د خوښیو او هوساینې هیله کړې او ویلي چې په تیر ژمي کې وطن ته ستانه شوي کډوال د کړاونو سره مخ و او تیر کال میلیونه افغانان د لوږې، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان و.

عبدالله عبدالله هیله ښودلې چې نوی کال به په افغانستان کې د مثبتو بدلونونو سره مل اوسي.

هغه ویلي:" تمه لرو تر څو په نوي تعلیمي کال کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د هیواد پتمنو میرمنو لپاره چې زمونږ د ټولنې نیمايي برخه جوړوي د کار زمینې برابرې شي".

خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت سرپرست سید حبیب الله اغا د چهارشنبې په ورځ د کابل په اماني لیسه کې د نوي ۱۴۰۳ لمریز تعلیمي کال د پیل مراسمو ته په وینا کې د دیني علومو ترڅنګ د عصري علومو په زده کړو د ټینګار سره سره په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په اړه هیڅ څه ونه ویل.

هغه ووویل:" عصري علوم او پرمختګ د ژوند اړتیا ده او اسلامي امارت ( طالبانو حکومت) یې هیڅکله هم خلاف نه دی، ځکه اسلام یې مخالف نه دی."

د کابل په څیر د افغانستان په سړو سیمو کې هم د چهارشنبې په ورځ نوی تعلیمي کال پیل شو.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټیل ویلي چې له زده کړو د افغان نجونو محرومیت، زړه ماتوونکی دی.

هغه سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ ( کب ۲۹) خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره سم چلند د افغانستان په تړاو د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت د پالیسۍ په لوړه کچه لومړیتوبونو کې ځای لري.

ښاغلي پټیل وویل: " همداشان مونږ باور لرو چې دا هغه څه دي چې په اصطلاح د طالبانو حکومت ته به هم باید اهمیت ولري او فکر وکړي چې دا ډیر زیاته مهمه ده کله چې د نړیوالې پیژندنې په اړه د خپلې لیوالتیا په تړاو خبرې کوي."

هغه وویل دا درییم کال دی چې افغان میرمنې او نجونې ښوونځیو کې زده کړو ته لاس رسی نلري.

همداشان په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن دیکر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغانانو ته د نوي کال د بره کیدو له امله مبارکي ورکړې ده.

کرن دیکر لیکلي:" د پسرلي او نوي کال د رارسیدو په مناسبت د نړۍ په هر ګوټ کې ټولو افغانانو ته د خوښۍ نوروز هیله کوم. لکه څنګه چې سږکال، رخصتیانې د روژې د مبارکې میاشتې په جریان کې واقع کیږي، زه هیله لرم چې تاسو په روژه ماتې (افطار) کې د هفت میوې او سمنک څخه خوند واخلئ."

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" هم د ایکس په ټولنیزه شبکه افغانانو ته د نوي لمریز کال د بره کیدو او نوروز مبارکي ورکړې او په افغانستان کې د سولې، ثبات او د افغانانو د هوساینې هیله څرګنده کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG