Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا پالان: پولیو واکسین د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د دایمي معافیت سبب کیږي


انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی

د خوست ولایت یو شمېر روغتیا پالان وایي چې د پولیو واکسین د ګوزڼ په وړاندې د ماشومانو د دایمي معافیت سبب کیږي او هیڅ ماشوم باید له واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.

د خوست ولایت روغتیا پالان وایي چې د پولیو واکسین دایمي معافیت لري او که چیرې د واکسین د نه کولو له امله ماشومان په پولیو ناروغۍ اخته شي، نو خامخا به ېې وجود مقاومت تیټ شي او د نورو ناروغیو له ګواښ سره به هم مخ شي.

دوی ټینګار کوي چی له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو واکسین تطبیقول اړین دی او کولای شي ماشومان له مړینې او تل پاتې معلولیت څخه وژغوري.

په خوست ولایت کې د کوچنیانو د ناروغیو متخصص، ډاکټر ظریف تسل پدې هکله امریکا غږ ته وویل: ”واکسین د ناروغیو په وړاندې د ماشومانو دفاعي سیستم پیاوړی کوي او که چیرې هغوی په ناروغي هم اخته شي، نو شدت به ېې زیات نه وي.“

نوموړی له کورنیو غواړي چې د ماشومانو په وقایه کې هیڅکله غفلت ونکړي او خپل ماشومان د پولیو ناروغی په وړاندې واکسین کړي، ځکه دا یوه خطرناکه او ساري ناروغي ده، چې ماشوم له فزیکي پلوه کمزوري کوي او له معلولیت او ستونزمن راتلونکي سره ېې مخ کوي.

بل پلو، د خوست ولایت یو شمېر دیني عالمان د ګوزڼ په ګډون ټول واکسینونه د ماشومانو د روغتیا لپاره اړین او ګټور بولي او له کورنیو غواړي چې خپل ماشومان په ټاکلي وخت واکسین کړي.

یو تن دیني عالم، مولوي احسان‌الحق حنفي امریکا غږ ته وویل: ”موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې کوم واکسینونه چې په افغانستان کې کارول کیږي نه یواځې دا چې ماشومانو ته زیان نه رسوي، بلکه په نړیواله کچه ګټور ثابت شوي.“

XS
SM
MD
LG