Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

کرملین: روسي سوله ساتي ځواکونه له قره باغ څخه وځي


د اذربایجان دولتي رسنیو هم خبر ورکړی چې له قره باغ څخه د روسي سوله ساتې ځواکونو وتل، د مسکو په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د لاسلیک شوي سولې د موافقې پر بنسټ شوي دي.
د اذربایجان دولتي رسنیو هم خبر ورکړی چې له قره باغ څخه د روسي سوله ساتې ځواکونو وتل، د مسکو په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د لاسلیک شوي سولې د موافقې پر بنسټ شوي دي.

د روسیې د ولسـمشر ولادیمیر پوتین ویـاند د چــهـارشـنبې په ورځ، اپریل ۱۷ (وري ۲۹مـــه)
د قره باغ له سیمې څخه د روسي سوله ساتو ځواکونو د وتلو خبر ورکړ.

د اذربایجان دولتي رسنیو هم خبر ورکړی چې له قره باغ څخه د روسي سوله ساتې ځواکونو وتل، د مسکو په منځګړیتوب د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې د لاسلیک شوي سولې د موافقې پر بنسټ شوي دي.

د روسیې د ولسمشر ویاند دیمیتري پیسکوف په یوې خبري ناستې کې له قره باغ څخه د روسي ځواکونو د وتلو راپورونه تایید کړل، خو پدې اړه یې نور جزیات یې ورنه کړل.

بلخوا د اذربایجان جمهوري ریاست په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا پریکړه "د مسکو او باکو ترمنځ په عالي سطحه" د یوې ناستې په ترڅ کې شوې ده.

د اذربایجان دولتي رسنیو د دغه هېواد د ولسمشر د بهرنۍ سیاست د سلاکار، حکمت حاجیوف په حواله ویلي: "د روسي ځواکونو د وتلو بهیر، لا دمخه پیل شوی دی. د اذربایجان او روسیې د دفاع وزارتونه پدې اړه لازم اقدامات تر سره کوي."

په قره باغ کې د اذربایجان د ځواکونو او د ارمني بیلتون غوښتونکو ترمنځ له شپږ اونیو خونړۍ جګړې وروسته د روسیې په منځګړتوب د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو چې ددغه تړون له مخې، شاوخوا دوه زره روسي پوځیان په قره باغ کې د سوله ساتو ځواکونو په توګه ځای پر ځای شول.

د تېر کال په سپتمبر میاشت کې، اذربایجان د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د قره باغ سیمه ونیوله، چې له امله یې هلته مېشت ارمنیان په پراخه کچه مهاجرت ته اړ شول.

قره باغ د نړیوالې ټولنې له خوا د اذربایجان د خاورې د یوې برخې په توګه په رسمیت پیژندل کیږي، خو د نفوسو زیاته برخه یې په خټه ارمني نژاده دي او مخکې له دې چې اذربایجان دغه سیمه لاندې کړي، د نږدې درې لسیزو لپاره د ارمنستان پلوه بیلتون غوښتونکو لخوا اداره کېدله.

د قره باغ پر سر شخړه چې روسیې په کې د اذربایجان ملاتړ وکړ، د مسکو د پخواني او دودیز متحد، ارمنستان غوسه پارولې ده.

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان په پرله پسې توګه ویلي، چې مسکو د اذربایجان د تیري په وړاندې د ارمنستان ملاتړ نه دی کړی. هغه په یو اعتراض غوښتونکي اقدام کې د روسیې په مشرۍ د ډله ییز امنیت د تړون سازمان کې د خپل هېواد غړیتوب وځنډاوه.

همدارنګه د مسکو د غوښتنې خلاف، ارمنستان د جرمونو د نړیوالې محکمې غړیتوب ترلاسه کړ،‌ کوم چې پر اوکراین یې د روسیې د پوځي یرغل له امله د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو امر صادر کړی دی.‌

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG