Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

بې ساري باران د اماراتو سرکونه او د دوبۍ هوايي ډګر تر اوبو لاندې کړي


د باران اوبو په متحده عربي اماراتو کې موټرونه او یو شمېر کورونه لاندې کړي دي.
د باران اوبو په متحده عربي اماراتو کې موټرونه او یو شمېر کورونه لاندې کړي دي.

په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري باران له کبله سرکونه او د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر له اوبو لاندې شوي، ښوونځي او دفترونه تړل شوي دي.

د "وکالت انبا الامارت" خبري اژانس د راپور له مخې، د دوشنبې په ورځ د پیل شوي باران ساری له ۱۹۴۹ کال راهیسې ندی لیدل شوی.

باران د سه شنبې په ورځ په ځايي وخت سهار نهه بجې نور هم شدید شو او په ځینو سیمو کې ږلۍ ورېدلې ده.

د سه شنبې د ورځې ترپایه د باران اندازه ۱۴۲ ملي مترو ته په داسې حال کې ورسېده چې په دغه صحرايي هېواد کې د کاله په اوسط ډول یوازې ۹۵ ملي متره باران کیږي.

د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر دننه او شاوخوا سرکونو باندې د اوبو ډنډېدو له کبله پروازونه ځنډول شوي دي.

د باران اوبو ځینې موټرونه او یو شمېر کورونه لاندې کړي او ددغه هېواد چارواکو د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه معلومات ندي خپاره کړي.

د عربو د ټاپو وزمې په دغه هېواد کې باران معمول ندی او یوازې د ژمي په میاشتو کې لږ باران کیږي. د ځمکې لاندې د ویالو د سیستم د نشتوالي له کبله باران د سیلاب لامل کیږي.

په عین وخت کې په بحرین، قطر او سعودي عربستان کې هم باران ورېدلی او په ګاونډي عمان کې په وروستیو ورځو کې د شدیدو بارانونو له کبله ۱۸ کسان مړه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG