Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې له پروژې څخه ملاتړ نه کوو


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، پدې اړه چې پاکستان له ایرانه د انرژۍ د واردولو له کبله د کومو بندیزونو سره مخامخ کېدای شي، جزیات ورنکړل، خو اسلام آباد ته یې د دې پلان د اجرا کولو په اړه خبرداری ورکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، پدې اړه چې پاکستان له ایرانه د انرژۍ د واردولو له کبله د کومو بندیزونو سره مخامخ کېدای شي، جزیات ورنکړل، خو اسلام آباد ته یې د دې پلان د اجرا کولو په اړه خبرداری ورکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اوومه) وویل، چې د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې ‌(پایپ لاین) له پروژې څخه ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې چې د واشنګټن له خوا د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی، د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، پدې اړه چې پاکستان له ایران څخه د انرژۍ د واردولو له کبله د کومو بندیزونو سره مخامخ کېدای شي، جزییات ورنکړل، خو اسلام آباد ته یې د دې پلان د اجرا کولو په اړه خبرداری ورکړ.

د "سولې پایپ لاین" په نوم د ایران او پاکستان د ګازو دغه نل لیکه (پایپ لاین) د تهران او اسلام اباد تر منځ یوه اوږدمهاله پروژه ده چې په تېرو څو کلونو کې څو ځلې ځنډول شوې او مالي چارې یې له ستونزو سره مخامخ شوې دي.

میلر وویل: "موږ تل ټولو ته مشوره ورکوو چې له ایران سره سوداګري زموږ د بندیزونو خطر لري، او موږ له ټولو څخه غوښتنه کړې چې د مسلې ټولو اړخونو ته جدي پاملرنه وکړي. موږ د دې نل لیکې د جوړولو څخه ملاتړ نه کوو."

په ورته وخت کې د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ډونالډ لو تېره چهارشنبه د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې ته په یوه استماعیه غونډه کې وویل، چې له ایران څخه د ګازو واردول به پاکستان د امریکا له بندیزونو سره مخ کړي.

د پاکستان سرپرست حکومت د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي د ګازو ددغه نل لیکې د یوې برخې د جوړولو منظوري ورکړه، ترڅو پدغه پروژې کې د ځنډ له امله ایران ته د ۱۸ میلیارده ډالره جریمې څخه یې مخنیوی کړې وي.

د تېرو کلونو ‌په اوږدو کې ایران ګواښ کړی چې دوی به پاکستان نړیوال عدالت ته راکاږي او له تړون څخه د سرغړونې له امله به یې ۱۸ میلیارډ ډالره جریمه کړي.

د میلر دا څرګندونې وروسته له هغې کیږي چې پاکستاني رسنیو د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ، چې اسلام آباد په پام کې لري پدې اړه د متحدو ایالتونو څخه د بندیزونو د لیرې کولو په لټه کې دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د پاکستان د پترولیم وزیر مصدق ملک په حواله لیکلي‌ چې نوموړي‌ ویلي چې پاکستان د ګازو د نل لیکې په پروژه کې د بندیزونو د زغملو توان نه لري.

د امریکاغږ د نورو جزییاتو په موخه د پاکستان د پترولیم وزیر مصدق ملک سره اړیکه ونیوله، خو ددې خبر تر لیکلو یې ځواب ترلاسه نه کړ.

د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، ډونالډ لو تیره اونۍ د کانګرس د بهرنیو چارو کمېټې ته وویل، چې اسلام اباد له ایران سره د ګازو د سوداګرۍ د ترسره کولو لپاره چې واشنګټن یې ملاتړ نه کوي، له بندیزونو د معافیت غوښتنه نه ده کړې.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې اسلام اباد ددغه نل لیکې د جوړولو لپاره معافیت ته اړتیا نلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ، د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، له هغه ځایه چې ددغه نل لیکې یوه برخه د پاکستان په خاورې کې دننه جوړېږي،‌ نو موږ پدې باور یوو چې د دریمګړي هېواد لخوا د بندیزونو څخه د معافیت او بحث لپاره ځای شته."

پاکستان او ایران د ۲۰۰۹ کال د جون په میاشت کې له ایران څخه د طبیعي ګازو د لیږدولو په موخه د یو نل لیکې جوړولو لپاره یو تړون لاسلیک کړ. ددغه تړون له مخې ایران به پاکستان ته هره ورځ له ۷۵۰ میلیونو څخه تر یو میلیارد متر مکعبه طبیعي ګاز رسوي.

په منل شوي لومړي پړاو کې به پاکستان د ایران له سرحد څخه تر بندري ښار ګوادر پورې ۸۰ کیلومټره پایپ لاین جوړوي.

بلخوا ایران ادعا کړې چې تر ۲۰۱۱ کال پورې یې خپل لوري ته د ۹۰۰ کیلومټره نل لیکې د جوړولو چارې بشپړې کړي، خو پاکستان د امریکا د بندیزونو له وېرې، د خپلې برخې د جوړولو چارې وځنډولې.

تهران د خپل اټومي پروګرام له امله د واشنګټن له خوا تر بندیزونو لاندې دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG