Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اسرائيل په یوې نظامي قطعې بندیزونه لګوي


د متحده ایالاتو حکومت پلان لري چې د اسرائیل په یوې نظامي قطعې چې ادعا کیږي په لویدیځه غاړه کې یې د فلسطینیانو بشري حقونه نقض کړي، بندیزونه ولګوي خو د اسرائیل چارواکو د امریکا دا پلان د "بې منطقۍ اوج" بللی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په ایټالیا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دا وزارت به د اسرائیل په یوې نظامي قطعې چې په لویدیځه غاړه کې د تشدد په پیښو کې یې لاس درلود، نظامي مرستې بندې کړي؟ وویل چې پدې هکله د هغه قانون له مخې پلټنې پیل شوي چې د بهرنیو هیوادونو امنیتي ځواکونو ته چې بشري حقونه یې نقض کړي، د وسلو لیږل منع کوي.

ښاغلي بلینکن پدې هکله نور جزیات ورنکړل خو زیاته یې کړه، " فکر کړم مناسبه به وي چې وویل شي نتایج به ژر وګورئ. ما پریکړې کړیدي او تاسو به یې راتلونکو ورځو کې ووینئ."

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ کال په پای کې په اسرائیل کې د امریکا د سفارت مامورینو ته دنده سپارلې وه چې په لویدیځه غاړه کې د "یهودیانو ابدیت" په نامه د اسرائیل دفاعي ځواکونو یو کنډک لخوا د بشري حقونو سرغړونو په هکله پلټنې وکړي.

پدې پیښو کې د یو ۷۸ کلن په خټه فلسطیني امریکایي مرګ هم شامل دی چې د ۲۰۲۲ کال د جنوري په میاشت کې د همدې کنډک لخوا تر نیول کیدو وروسته د زړه حملې له کبله مړ شو.

د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې ویلي چې د دې کنډک سرتیرو دا فلسطیني امریکایی تر نیول کیدو وروسته پداسې حال کې په سړې هوا کې یوازې پریښود چې په لاسونو کې یې زولنې وې او سترګې یې ور تړلې وې.

که د اسرائیل دفاعي ځواکونو پدې قطعې بندیزونه ولګول شي، دا به لومړی ځل وي چې د متحده ایالاتو حکومت په منځني ختیځ کې خپل تر ټولو نږدې متحد پر ضد پداسې حال کې دا اقدام کوي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه روانه ده.

سره لدې چې د اسرائیل حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې دا قطعه د لویدیځې غاړې څخه وایستله خو دا یې نده منلې چې دا کار یې د سرتیرو ناوړه چلند په خاطر کړی. اسرائیل وروسته همدا قطعه په غزې کې د حماس پر ضد جګړې ته واستوله.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو وایي چې د دې موضوع په هکله یې د امریکایي چارواکو سره خبرې کړي. هغه د ایکس په شبکې کې لیکلي چې د اسرائیل په دفاعي ځواکونو باید بندیزونه ونه لګول شي.

یتنیاهو لیکلي، " پداسې حال کې چې زمونږ سرتیري د ترهګرو بلاګانو سره جنګیږي، د اسرائیل دفاعي ځواکونو یو قطعې په خلاف د بندیزونو لګولو نیت د بې منطقۍ حد دی".

په عین حال کې د اسرائیل د جنګ کابینې غړي بیني ګانتز یکشنبه اپریل ۲۱ ویلي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر سره یې خبرې کړي او پدې پریکړې د بیا غور کولو غوښتنه کړیده.

د اکسیوس خبري ویب سایټ د دریو امریکایي سرچینو په حوالې چې د دې موضوع په هکله معلومات لري ویلی چې ښایي د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په راتلونکو څو ورځو کې د اسرائیل دفاعي ځواکونو پدې قطعې بندیزونه اعلان کړي.

د اکسیوس په راپور کې ویل شوي چې بندیزونه پدې معنی چې د متحده ایالاتو هر ډول نظامي او د روزنې مرستې به پدې قطعې بندې شي.

د اسرائیل په دفاعي ځواکونو د بندیزونو دا بحث داسې مهال راپورته کیږي چې ددې هیواد ځواکونو تقریباً هره ورځ په لویدیځه غاړه کې چاپې وهلې او ادعا کوي چې د وسله والو ډلو د بریدونو د مخنیوي لپاره دا کار کوي.

د فلسطین سره صلیب ویلي چې په همدې روانې اوونۍ کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د اسرائیل د امنیتي ځواکونو په چاپې کې د نور شمس په کمپ کې وژل شویدي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې ، د تیر کال اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه پیل شوې، اسرائیلي سرتیرو په لویدیځه غاړه کې لږ تر لږه ۴۸۴ فلسطینیان وژلي دي.

بل پلو بیا د اسرائیل امنیتي ادارو ویلي چې په همدې مودې کې ۱۹ اسرائلیان هم د فلسطینانو په حملو کې وژل شویدي.

په لویدیځه غاړه کې چې اسرائیل د ۱۹۶۷ کال راپدیخوا قبضه کړې، تقریباً ۴۹۰ زره ناقل یهودان پکې پراته دي چې د نړیوالو قوانینو له مخې په غیر قانوني توګه د فلسطینیانو په خاورې کې یې ځانونو ته د اوسیدو ځایونه جوړ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG