Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو امریکاته د نویو بندیزونو په سر خبرداری ورکوي


روسېې نن وروسته له هغه نه متحدو ایالتونو ته خبرداری ورکړ چی دامریکا په ولسي جرگه کې د بندیزونو نوې مسوده منظور شوله.

د مسکو یو معتبر دیپلومات نن د چارشنبی په ورځ د روسېې خلاف د نویو بندیزونو په اړه وویل چی دابه د اړیکو انکشاف ته ددواړو هېوادونو په اړه زیان ورسوي.

د روسیی د بهرنیو چا رو د وزارت مرستیال سرگی ریابکوف وایی چې مسکو واشنگتن ته خبرداری ورکړی چی دا نوی بندیزونه به بی ځوابه پاتی نشي. هغه زیاته کړله چې دې بندیزونو طرحآن او ملاتړي په ټینگه زیار باسي څو د روسیی سره د عادی اړیکو امکانات له منځه یوسي.

د بندیزونو مسوده چی پرون د ۴١٩ موافقو د درې مخالفو په مقابل کې منظورشوله پرروسېې سر بیره ایران اوشمالي کوریا هم په نښه کوي. په دې توگه روسېې، ایران، اوشمالی کوریا ته پرون سخت پېغام ور ولیږل شو.

د استازیو دخونی د بهرنیوچارو رئیس آېډ راېس وویل: دغه دری رژیمونه د نړۍ په مختلفو برخو کې دامریکا گټو ته گواښ پېښوي. هغوی خپل گاونډي هېوادونه بې ثباته کوي.

داستازیو دخونی رئیس جمهوري خواه پال راین پرون وویل پکارده موږ دخپلو ډیرو خطرناکو رقیبو هېوادونو خلاف کلک اقدامات وکړو څو امریکا خوندي وساتو.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

دایران ولسمشر حسن روحانی د کابینې په مجلس کې وویل که چېرې دا مسوده د قانون بڼه غوره کړي نو ایران به خامخا عکس العمل څرگند کړي.

حسن روحانی وویل: که چېرې د ښمن د عهد یوه برخه تر پښولاندې کړله، نوموږبه ېې هم یوه برخه ترپښو لاندې کړو. که ټول عهد ېې ترپښو لاندې کړ نو موږ به هم ټول عهد تر پښو لاندې کړو".

هغه زیاته کړله چې پکارده خپلې دفاعي چارې دنورو د نظر د څرنگوالی نه پرته تقویه کړي.

د ایران د اټومي چارو مرکچي او دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچی وویل چی دبندیزونو دا وړاندیزشوې مسوده د نړۍ دقدرتونو سره د ٢٠١٥کال توافقنامه باندې ناوړه اغېزه کولی شی.

عباس عراقچي وویل: دا د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف په بشپړه توگه څرگند له دښمنۍ نه ډک اقدام دی. او دایران د اسلامي جمهوریت له غوڅ اقدام سره به مخامخ شی.

په دغو نویو بندیزونو کې دا یران د بیلسټیک توغندیو پروگرام اوسپاه پاسداران په نښه شوي دی. پر سپاره پاسداران د ترهگرس د ملاتړتور لگیدلی دی.

پر روسیه باندې نوي بندیزونه ددې لپاره لگول کېږي چې د تیرکال په انتخاباتوکې د مداخلی سزا ورکړل شي.

دغه مسوده د کانگرس د څارنې قدرت زیاتوي او د ولسمشر پر قابلیت هم کله چې وغواړي دغه بندیزونه لري کړي محدودیت لگوي.

د نویو بندیزونو اقدام ولسمشر ډانلډ ټرمپ هم له گرانې فیصلی سره مخامخ کړی دی.

ځکه روسېی تیرکال په انتخاباتوکې دهغه د بري هرکلی وکړ او هېله ېې څرگنده کړله چې له متحدو ایالتونو سره به اړیکی ښې کاندی. تردې پخوا دولسمشر براک اوباما په وخت کې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکی ډېرې سړې شوې وی. خو دولسمشر ټرمپ په دوره کې تر شپږو میاشتو وروسته لا هم ددواړو هېواودنو اړیکی ترینگلی دی او دا پوښتنه له ډیرو سره ده چی روسیه به څه ډول متقابل اقدام وکړی.

XS
SM
MD
LG