Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له کیم سره ملاقات دلچسپه او د سولې ماموریت وباله


دواړه مشران به د جون په ۱۲په لومړي ځل له یو بل سره مخامخ ملاقات کوي
دواړه مشران به د جون په ۱۲په لومړي ځل له یو بل سره مخامخ ملاقات کوي

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ او دشمالي کوریا مشر کیم جونګ اون سنګاپور ته رسېدلي دي او سبا سه شنبه (جون۱۲) به په لومړي ځل له یو بل سره مخامخ ملاقات کوي.

دا به لومړی ځل وي چې د امریکا یو برحاله ولسمشر د شمالي کوریا له کوم ولسمشر سره مخامخ غونډه کوي.

ولسمشر ټرمپ سنګاپور ته له رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل چې د دغې غونډې په اړه "ډیر ښه احساس" لري. دوی دواړو تردې مخکې د یو بل پر هېوادونو د بریدونو ګواښونه کړي وو.

ولسمشر ټرمپ په دې اړه چې ایا له دې غونډې به څه ترلاسه شي کنه، وویل چې په اوله دقیقه کې به پوه شي چی کیم جون اون سره د غېراټومي کولو په برخه کې کومه روغه جوړه کیدلی شي که؟

هغه وویل کیدای شي دا غونډه نتیجه ورنکړي او یا کېدی شي ور یې کړي، خو زیاته یې کړي چې هغه به د "سولې دا ماموریت" مخ ته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وویل چی فشار به ترهغه وخت پورې روان وي تر څو پورې چې شمالي کوریا خپل تعهدات پر ځای کړي نه وي.

هغه وویل "ولسمشر ډیر واضح نظرلري: بندیزونه به ترهغه وخت پورې لیرې نشي څو پورې چې د غېراټومي کولو بهیر بشپړ شوی نه وي. تر دې مخکې وعدې شوې دي خو عمل پرې ندی شوی. داکار به د منلو وړ نه وي."

په همدې حال کې د جنوبي کوریا مشر هیله وښوده چې دا غونډه ښه نتیجه ورکړي.

هغه وویل" زه هیله من یم چی یوه داسې موافقه وشي چې د امریکا اوشمالي کوریا ترمنځ دښمني ختمه شي او د کوریا په ټاپو وزمه کې د غیر اټومي کېدلو توافق وشي. ولسمشر ټرمپ خپل عملي اقدامات او خپله ټینګه اراده د شمالي کوریا د اټومي وسلو د مسئلې په حل کې ښودلې ده."

که مذاکرات ناکام شي؟

جمهوریخواه سناتور لنډزي ګراهام وايي د ټرمپ او کیم مجلس یوه داسې لاره جوړه کړې ده چې شمالي کوریا یې په نتیجه کې خپلې اټومي وسلې او بالسټیک توغندیو پروګرام ختم کړي.

خو هغه د یو احتمالي پلان لپاره هم غږ وکړ چې که مذاکرات ناکام شي نو په کار ده چی کانګرس د شمالي کوریا خلاف د نظامي اقدام لاره منظوره کړي.

همدارنګه دموکرات سناتوران وايي په کار ده چې د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اټومي روغه دومره پخه او ټینګه وي چې په کلکه يې تصدیق وشي.

دموکرات سناتور باب مننډیزد اې بي سي تلویزون ته وویل "له شمالي کوریا سره روغه جوړه ستونزمنه نه ده. دریو مخکینیو جمهورو رئیسانو کلنټن، بش او اوباما یوډول توافقات کړي وو، خو په پای کې ټول ناکام شول. کامیابي باید داسې تعریف نشي، چې یوه ستره شیبه وي او موږ ووایو چې موږ سوله لرو."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دې غونډې په اړه څو څو ځلې خبرې کړي دي خو د شمالی کوریا رهبر کیم جون اون پټه خوله دی.

XS
SM
MD
LG