Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: د مرستو کمیدو وروسته پر خوارځواکۍ د اخته افغان ماشومانو او میندو شمیر زیات شوی


ملګرو ملتونو ویلي چې لوږه او خوارځواکي لا هم په افغانستان کې په لوړه کچه کې ده او اټکل کیږي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې لوږه او خوارځواکي لا هم په افغانستان کې په لوړه کچه کې ده او اټکل کیږي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي چې په افغانستان کې لسګونو میلیونو کسانو ته د مرستو د بندیدو وروسته په دغه هیواد کې په روغتیايي مرکزونو کې په خوارځواکۍ د اخته شویو ماشومانو او میندو شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د برخې مشرې مونا شیخ د یو روغتیايي مرکز څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې د ملګرو ملتونو دا اداره په افغانستان کې ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو له لارې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو او میندو ته د درملنې لپاره ملاتړ برابروي.

د خوړو د نړیوال پروګرام د خوارځواکۍ د برخې مشرې ویلي دي چې تیر ۲۰۲۳ کال کې یې تمه لرله چې په افغانستان کې به ۸۰۰ زره میندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته شي، خو په روغتیايي مرکزونو کې دا شمیر ۱.۲ میلیونو ته لوړ شو.

میرمن شیخ وویل: " سږکال متاسفانه حتی له دې څخه لوړ شمیر ته په تمه یوو. د ماشومانو په اړه سږکال په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان به په خوارځواکۍ اخته شي. ددې سره سره مونږ به ددغه شمیر یوازې د شاوخوا ۱.۶ میلیونو ته مرستې ورسولی شو."

د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام د دغې چارواکې د وینا له مخې د بودیجې د کمښت له امله دا اداره دې ته اړ شوې چې کورنیو ته " د مهمو خوړو په راشن" کې کموالی راولي، چې دا کار د لا زیاتې خوارځواکۍ سبب ګرځي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په تیر ۲۰۲۳ کال کې د بودیجې د کموالي له امله د هغو کسانو په شمیر کې چې دغه پروګرام ورته د خوړو مرستې برابرولې د ۱۵ میلیونو څخه پنځه میلیونو ته کموالی راوست .

ملګرو ملتونو ویلي چې لوږه او خوارځواکي لا هم په افغانستان کې په لوړه کچه کې ده او اټکل کیږي چې په روان ۲۰۲۴ کال کې به ۱۵.۸ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې"یونیسف" د مارچ۲۶(وري ۷) په یو راپور کې ویلي چې د ټولو هغو کسانو له ډلې چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، ۳.۶ میلیوونه یې په بیړني ډول او ۱۲.۳ میلیونه نور یې په بحراني وضعیت کې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر یو میلیون او ۴۱ زره ماشومان چې په سختې خوارځواکۍ اخته وو، د افغانستان په ۳۳۰۰ روغتیايي مرکزونو کې معاینه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:"په ۲۰۲۴ کال کې د ۱۲.۴ میلیونو ماشومانو په ګډون ۲۳.۷ میلیونه کسان [افغانستان کې] بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري."

د ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان کې وچکالي، طبیعي پیښې، لوږه، بیکاري، پرښځو باندې لګیدلي محدودیتونه، د کور دننه بې ځایه شویو لوړ شمیر اوله پاکستان څخه د ۵۰۰ زرو څخه د زیاتو ستنو شویو کډوالو ستنیدل، هغه څه دي چې په افغانستان کې یې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا لا زیاته کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG