Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د 'کار، ډوډۍ او ازادۍ' په شعارونو د ښځو لاریون؛ طالبانو یې مخه نیولې


پر افغانستان د طالبانو یو کلنه واکمني
پر افغانستان د طالبانو یو کلنه واکمني

یو شمېر افغان مېرمنې چې په کابل کې د خپلو حقوقو تر لاسه کولو په هدف د کابل ښار واټونو ته راوتلي وې، وايي طالب سرتیرو په ډزو سره د هغوی د لاریون مخه نیولې ده.

یادې معترضې ښځې چې شمېر یې لسګونو تنو رسېده نن شنبه اګست ۱۳ (زمري ۲۲) د «کار، ډوډۍ، ازادي» او «موږ ښځې بیداره یو او له تبعیض څخه بیزاره یو» د شعارونو په ورکولو سره د کابل ښار واټونو ته راوتلي وې. هغوی د طالبانو لخوا د ښځو په وړاندې د محدودیتونو پر دوام انتقاد کاوه.

د یاد لاریون یوې ګډونوالې لیلا بسیم وویل :"موږ نن لاریون درلود، بدبختانه د تل په څېر هغوی (د طالبانو کسان) راغلل او هوايي ډزې یې وکړې."

یوې بلې لاریون کوونکې ژولیا پارسي هم وویل چې په دغه لاریون کې د ګډون کوونکو ښځو شمېر څه باندې ۸۰ تنو ته رسېدی. نوموړې زیاته کړې: "طالبان ښځې نه سي زغملی، له هغوی څخه بیریږي، د ښځو له درېدو څخه بیریږي، او د ښځې له علم او پوهي څخه بیریږي."

هغې زیاته کړه چې پر افغانستان د طالبانو یو کال حاکمیت پوره کېدو سره لارو ته راوتلي دي او هغوی په ټولو برخو او ټولنې په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ښځو او نجونو د هر اړخیزه ګډون غوښتونکي دي.

اغلې پارسي زیاته کړه: "له حکومت څخه یې هیڅ خبر نسته، تر اوسه هم سرپرست دی، ښوونځي د اکثره نجونو او ښځو پر مخ بند دي او موږ په همدې خاطر لاریون وکړ."

د ښځو له حقوقو څخه د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بند شوي، په کاري ساحه کې د مېرمنو ګډون کمرنګه شوی او په ټولنیز او سیاسي مشارکت د مېرمنو پر ګډون او سفر محدودیتونه زیات شوي دي.

دغه معترضو مېرمنو ټینګار وکړ تر څو چې په افغانستان کې د ښځو لپاره عدالت نوي تامین شوی او طالبان د خلکو په وړاندې خپل سیاست کې تغیر را نه ولي، دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

نوموړې زیاته کړې: "موږ به هیڅ کله له دغه فیرونو او طالبانو له اوازونو څخه ونه ډاریږو، موږ خپلې لارې ته دوام ورکوو ترڅو چې خپل حق تر لاسه نکړو زموږ دغه لار به ادامه ولري."

ویل کیږي چې د ننني لاریون له ځای څخه خبریالان هم نیول شوي، خو دغه راپورونه تر اوسه په کره توګه نه دي تائید شوي.

که څه هم یو شمېر مېرمني وايي چې طالبانو د هغوی د لاریون خورلو مخنیوي لپاره هوايي ډزې کړي، خو طالب چارواکي وايي چې په دې اړه څېړنې کوي.

د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ امریکا غږ ته وویل چې دوی په دې اړه څېړنې کوي چې وروسته به یې له رسنیو سره معلومات شریک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم افغان مېرمنو د خپلو حقوقو غوښتلو لپاره په کابل ښار کې لاریونونه کړي او د نجونو پر مخ د ښوونځيو خلاصولو او ښځو ته یې په ټولنه او سیاسي مشارکت کې د ګډون غوښتنه کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو نړیوالې پراختیايي ادارې د جنسیتي برابرۍ او ښځو د ځواکمنتیا په برخه کې له افغانستان سره د تازه مرستو له اعلان سره هم مهاله ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د ښځو د حقوقو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي او مېرمنې د طالبانو لخوا په کورنو کښېنول شوي دي.

یادې ادارې ویلي چې د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي بندي شوي او د روغتیايي سکتور پرته په مرکز او ولایتونو کې کار ته د ښځو لاس رسی محدود شوی دی او په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

خو طالبانو تر دې مخکې یواځې دومره ویلي چې مېرمنو ته د شریعت په چوکاټ کې د حقوقو ورکولو ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG