Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

TV

۱۸:۳۰ - ۱۸:۵۹

حمیرا قادري په کاکتوس+ کې: طالبان د ښځو د ځپنې د کلتور استازيتوب کوي

د پوهنتون استادې حمیرا قادري، چې "په جومات کې ګډا" د کتاب لیکواله ده، د کاکتوس+ خپرونې ته ویلي چې د افغانستان ښځې له کلونو راهیسې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي او طالبان د ښځو د ځپنې د کلتور استازیتوب کوي. قادري وايي، د ننني افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د بندیزونو په وړاندې دریږي او بریالیتوبونه به ترلاسه کړي. د کاکتوس+ خپرونه هره جمعه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ د امریکا غږ له سپوږمکۍ او ټولنیزو شبکو څخه خپریږي.

XS
SM
MD
LG