د افغانستان د منځنۍ اسیا ګاونډیان هیله من دي چې متحده ایالات به د سپتمبر د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو او امریکا (سي۵+۱) په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو پر بنسټ په دغه سیمه کې خپل رول پراخ کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی وایی چې په تیرو شاوخوا څلورو لسیزو کې د افغانستان مسلې د ځاني او مالي زیان له پلوه پاکستان ته د هند سره ددغه هیواد د دریو تیرو جګړوڅخه زیات زیان اړولی دی.
پاکستان ته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي د درې ورځنې سفر په پای کې، د دواړو هېوادونو مشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.
د ایران د جمهور رئیس ابراهیم رئیسي په مشرۍ یو پلاوي پکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان د حکومتي چارواکو سره په خبرو کې سره موافقه کړې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې لسو میلیاردو ډالرو ته لوړه کړي.
د ایران جمهور رئیس ابراهیم رئیسي پاکستان ته پخپل رسمي سفر کې په غزې کې د اسرائیل لخوا "نسل وژنه" وغندله او د اوربند غوښتنه یې وکړله.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (غوايي درېمه) په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره وکتل او د دې کال په پیل کې د یو او بل پر خاوره له بریدونو وروسته یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو رغولو په اړه خبرې وکړې.
په پاکستان کې پولیس وایي وسله والو د خیبر پښتونخوا د ډیره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې د ګمرکاتو په مامورینو ډزې کړي چې لږ تر لږه دوه تنه پکې وژل شوي او درې نور ټپي شویدي.
د ایران ستر مذهبي مشر ایات الله علي خامنه اي په اسرائیل باندې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو د تیرې اوونۍ بریدونو په خاطر د هیواد وسله والو ځواکونو "بری" وستایه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د یو پلاوي سره یو ځای اسلام اباد ته ورځي چې د اړیکو د ښه والي او نورو مسائیلو په اړه خبرې وکړې.
د داعش ډله ادعا کوي چې د کابل د تېرې د ورځې، چې د طالب مقاماتو په وینا یو تن په کې وژل شوی او درې نور ژوبل دي، د هغوی کار و.
د پاکستان حکومت په څو نړیوالو شرکتونو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د بندیزونو لګولو په پریکړې انتقاد کړی چې تور پرې دی د دې هیواد بالاستیک توغندیو پروګرام سره یې مرسته کړې.
افغانستان چې د روغتیايي اسانتیاوو د کمي له کبله یې له تېرو څو لسیزو راهیسې په لوی شمېر کې ناروغان ایران، هند او پاکستان ته د درملنې لپاره درومي، چې دوی ته په ډېره لویه بیه پرېوزي، ځکه چې شخصي روغتونونونو کې درملنه، مسافرخانې، رېستورانونه او د ټېکسي کرایې ډېرې ګراني دي.
نور پورته کول