Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ښار او ولسوالیو کې د پولیو په اړه د ښځو پوهه زیاته شوې– چارواکي


په کابل کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکول کېږي
په کابل کې یوې ماشومې ته د پولیو واکسین څاڅکي ورکول کېږي

په کابل کې د پولیو واکسین مسؤولین وايي، د ګوزڼ په اړه د میرمنو د پوهې کچه د پخوا په پرتله لوړه شوې چې له امله یې اوس په کمپاینونو کې اکثره ماشومانو ته په وخت د ګوزڼ واکسین رسیږي.

دوی زیاتوي چې په کابل کې تر دې مخکې د ګوزڼ ویروس او د پولیو ضد واکسین په اړه د عامه پوهې کچه ټيټه وه، خو په دې وروستیو کې د نړیوالو روغتیايي سازمانونو (WHO او UNICEF) په همکارۍ او د عامې روغتیا وزارت په هڅو خلک د ګوزڼ په اړه زیات پوه شوي.

د هغوی په وینا، اوس په ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو کې هم میندې د واکسین له رضا کارانو سره همکاري کوي.

د کابل یوه اوسیدونکې، بلقیس چې د څو ماشومانو مور هم ده، امریکا غږ ته وویل: "څو کاله وړاندې زه خپله نه پوهېدم چې واکسین څه شی دی او ګټې یې څه دي، خو ورو ورو بیا په دې پوهه شوم چې خامخا دا واکسین زما اولادونو ته فایده لري، نو اوس هرکله چې واکسیناتوران راځي، زه په ډاډه زړه خپلو کوچنیانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکوم او ډیره خوښه یم."

د کابل یوې بلې اوسیدونکې مدینې وویل: "کله ناکه زمونږ کلي ته ښځینه واکسیناتورانې هم راتلې، نو موږ له هغوی سره ډیر ډاډه وو، ځکه مونږ له هغوی سره بلدتیا پیدا کوله او بله مهمه خبره دا چې دوی به موږ سره د ګوزڼ د زیانونو په اړه خبرې کولی او موږ به یې متوجه کړو چې واکسین مهم دي او هره مور باید خپل ماشومان واکسین کړي."

د کابل اوسیدونکې زحل بیا امریکا غږ ته وویل چې په دې برخه کې لوستې او په صحې موضوعاتو پوه میرمنې زیات مسؤولیت لري.

نوموړې زیاته کړه: "نه یوازې کابل بلکې نورو سیمو او ولایتونو ته هم باید زیاته پاملرنه وشي ځکه میندې تر هر چا ښه پوهیږي چې څنګه د خپلو ماشومانو پالنه او روزنه وکړي، په دې برخه کې ډېر مسؤولیت د هغو ښځو یا نجونو پر غاړه دی چې د روغتیا په برخه کې لوستې او پوهه لري، دوی باید خپله پوهه نورو میندو ته ورسوي او هغوی دې د پولیو ویروس له خطرونو خبر کړي."

د ګوزڼ په هکله د میندو د پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار په داسې مهال کیږي چی د افغانستان په ځینو سیمو کې د نارینه وو ترڅنګ د ښځینه رضاکارانو شتون د ګوزڼ د مخنیوي په برخه کې موثر تمام شوی او دې کار بیا په کورونو کې د میندو د پوهاوي ترڅنګ د ماشومانو د واکسین په بهیر کې هم مثبت اغیز کړی او د زیات شمېر ماشومانو د واکسین زمینه یې برابره کړی ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG