Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو کمپونو کې روغتیايي ستونزې


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د خیبرپښتونخوا په کمپونو کې میشت افغان کډوال د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، چې ګڼ شمېر ماشومان یې د سینه بغل په ګډون، د پوستکي (جلدي) ناروغۍ لري.

له دې برسېره د مېندوارو مېرمنو لپاره هم په کمپونو کې د ښځینه ډاکټرانو په ګډون هېڅ د پام وړ روغتیايي اسانتیاوې نشته، نو مجبوره دې چې د درملنې لپاره خپل ناروغان په ښارونو کې شخصي روغتونونو ته یوسي.

د هري پور کډوالو د یو کمپ اوسېدونکي محمد طاهر امریکا غږ ته وویل، چې په شخصي روغتونونو کې یې د ناروغانو په درملنه ډېرې پیسې لګېږي. نوموړی زیاتوي چې د دوی په کمپ کې د نفوسو شمېر نږدې ۱۸۰ زره کسانو ته رسیږي، خو یوازې شپږ صحي مرکزونه لري، او هغه هم یوازې په نوم دي. ډاکټران پکې نه وي، یوازې د ډاکټر مرستیال ورته راځي.

د محمد طاهر په وینا: ”کله چې د ګوزڼ (پولیو) واکسین پیل شي، نو هغه وخت ځینې صحي کارکونکي موجود وي، خو په دغو صحي مرکزونو کې د ناروغانو لپاره هېڅ دارو درمل نشته.“

نوموړی زیاتوي چې په شپږ واړو صحي مرکزونو کې د ښځینه ناروغانو لپاره د معایناتو هېڅ بندوبست نشته. نو په کمپونو کې اکثریت خلک خورا غریبان دي، هغوی د شخصي روغتونو وس نه لري.

د یاد کمپ یو بل اوسېدونکي فضل الحق خالقیار له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، د دوی په صحي مرکزونو کې د اسانتیاو نه لرلو له کبله خپل اکثر ناروغان د هري پور دولتي روغتون ته وړي، خو هلته درمل په خپلو پیسو اخلي.

نوموړی زیاتوي: ”دلته د ژوند له هرې اسانتیا څخه محرومه یوو او ډېر له ستونزو ډک ژوند لرو.“

بلخوا د مردان د جلاله کمپ کې هم ورته حالت دی. د یاد کمپ یو اوسېدونکي جلات خان له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، ناروغان یې یوې پېچکارۍ لګولو ته ساعتونه انتظار باسي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې په خپګان سره وویل: ”څه وکړو، نه پوهېږو چېرته ولاړ شو، یو خوا غریبي ده دومره پېسې نه وي چې بچو ته پرې ډوډۍ واخلو نو د درملنې پېسې به له کومه کړو.“

د هري پور د افغان کډوالو د کمپ ډاکټر سید محمد امریکا غږ ته وویل، په کمپونو کې میشت ډېری خلک بې وزله دي، چې له کبله پکې ګڼ شمېر ناروغۍ لري. هغه زیاته کړه چې د سالمې روغتیايي رژیم د نشتون له امله، د ناروغیو پر وړاندې د دوی ( په کمپونو کې د میشتو کسانو) د بدن مقاومت کمزوری وي. همدارنګه اکثریت ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي، د نس ناستی او سینه بغل ناروغۍ پکې ډېرې دي.

ډاکټر سید محمد زیاتوي: ”د نارینه و په نسبت یې په ښځیو کې ناروغۍ ډېرې دي، لکه د معدي ناروغي، د وینې کمی، خو په میندوارو مېرمنو کې دا ناروغۍ ډېرې دي‌، ځکه چې هغوی ته خواړه سم نه رسېږي.“

د ناروغیو یو لامل کډوالي ده

په پېښور کې د رواني ناروغیو متخصص ډاکټر ابراراحمد امریکا غږ ته وویل، چې په افغان کډوالو کې رواني ناروغۍ ځکه ډېرې دي، چې هغوی له خپل وطنه مساپر شوي دي او دلته پاکستان کې چې کومې ناروغۍ په عامه ډول لیدل کېږي، نو هغه د نفسیاتو وي. نو دې خلکو، خپله خاوره خپل کلتور خپلوان پرېښي وي په خپله خلک ځان یو رقم احساسوي او په بل وطن کې د هغوی احساسات بل رقم وي، نو دوی ته یو لوی ټکان رسېدلی دی، او کله چې یو انسان رواني ناروغي ولري نو د هغې له کبله ورته د معدې ناروغۍ پیښې شي د بدن د دردونو مسلې وي.هغوی تل په قهر وي، د دوی لویه ستونزه له خپل وطن څخه جلاوالی دی. نو له دې امله دوی له رواني ناروغۍ سره مخامخ شي.

کمپونه د ناروغۍ سبب

په اسلام اباد کې ډاکټر فضل ربي امریکا غږ ته وویل، په کمپونو کې د پاکو اوبو او د اوبو د تصفیې سیسټم نشته، چې له کبله یې هغوی د جلدي او سینې ناروغۍ لري، او دا بیا یو بل ته په اسانه خپرېږي. نو په دې کمپونو کې نه یوازې د پوستکي یا جلدي ناروغۍ ډېرې وي، بلکې د نس ناستي ناروغۍ ډېرې عام وي.

په پېښور کې د افغان کمېشنرۍ یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط امریکا غږ ته وویل، چې په دې لړ کې دوی شکایتونه ترلاسه کړي او دوی به د افغان کډوالو په کمپونو کې د صحت په برخه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو این اېچ سي ار) سره خبرې کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG