Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

د مسکو له برید وروسته تاجیکستان کې د جهاديانو څخه وېره پیدا شوې


د مسکو په برید کې ۱۳۹ تنه وژل شوي
د مسکو په برید کې ۱۳۹ تنه وژل شوي

په مسکو کې د جمعې د ورځې له برید وروسته، چې ۱۳۹ تنه په کې ووژل شول او څلور تاجیکان د برید په شک ونیول شول، په تاجیکستان کې دننه د جهادیانو په اړه اندېښنه او ویره پیدا شوې ده.

تاجیکستان د پخواني شوروي‌ اتحاد غړی و. د ۹.۷ میلیون نفوس لرونکي دغه هېواد یو شمېر وګړي په ۲۰۱۰ کال کې عراق او سوریې ته تللي چې د داعش په لیکو کې وجنګېږي.

د داعش-خراسان ډله، چې په افغانستان کې فعاله بلل کېږي، ادعا کړې چې د مسکو برید یې کړی. دا څانګه د داعش ډلې ته جنګیالي جذبوي.

روسي مقامات وایي د برید په شک یې څلور تنه نیولي چې د تاجیکسان دي. د تاجیکستان یو هنرمند ډانیل رستموف ته وویل چې دا یې د ټول هېواد لپاره غمیزه ده او اندېښنه یې دا ده چې «یو څو مجرمین به ټول تاجیکیان زیانمن» کړي او هغه تاجیکان چې روسیې ته د کار او غریبۍ لپاره ځي، تعقیب او وځورول شي.

په تاجیکستان کې له ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۷ پورې داخلي جګړې وې چې اسلامي ډلې په کې دخېلې وې، له هغې وروسته د تاجیکستان حکومت له افراطیت او جهادي ډلو سره مبارزه خپل لومړیتوب ګڼي.

تاجیکستان له افغانستان سره ۱۳۷۵ کیلو میتر سرحد لري او تل یې ویلي دي چې په سرحد کې یې د جهادیانو فعالیتونه زیات شوي او د روسیې او چین له ځواکونو سره د ترهګرۍ ضد ګډ پوځي تمرینونه هم کړي دي.

په تاجیکستان کې څو بریدونه شوي‌ چې مسئولیت یې د داعش ډلې منلی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، تاجیکستان په وار وار دا اندېښنه ښودلې چې د طالبانو مفکوره هغه هېواد ته انتقال نه شي. په افغانستان کې هم میلیونونه تاجیکان ژوند کوي.

تېرکال تاجیکستان اعلان وکړ چې د افغانستان د سرحد په لوري یې د جهادي ډلې جماعت انصارالله پنځه غړي‌ وژلي دي.

د تاجیکستان یو سوداګر بختیار اخمدوف وايي چې د مسکو د برید له کبله ټول تاجیکستان ویر کوي او «ترهګر مذهب او ملت نه لري.» د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان هم همدا خبره کړې وه او ویلي وو چې له روسیې سره به همکاري کوي. معمولا کله چې په کوم برید کې تاجیکان دخېل وي، بیا داسې څرګندونې کېږي. د روان کال د جنورۍ په میاشت کې په ایران کې په یو برید کې، چې مسولیت یې داعش-خراسان واخیست، ۹۰ تنه ووژل شول او هلته هم همداسې خبرې کېدې.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې د داعش-خراسان څانګه د افغانستان او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره لوی خطر دی. راپور کې اټکل شوی و چې دا ډله د ۴۰۰۰ او ۶۰۰۰ ترمنځ جنګیالي او د کورنۍ غړي لري.

تاجیکستان د افراطیت د مخنیوي لپاره په دغه هېواد کې یو لړ جدي‌ اقدامات کړي، په دغو اقداماتو کې میرمنو ته د حجاب اغوستلو اجازه هم نه شته.

د تاجیکستان ولسمشر ویلي چې په ۲۰۱۵ کال کې ۲۳۰۰ تاجیکان له داعش سره یو ځای شوي. په دوی کې د تاجیکستان د پولیسو د یو مشر هم شامل دی. امامعلي رحمان د مارچ په میاشت کې وویل: «په تېرو دریو کلونو کې، زموږ ۲۴ وګړو په لسو هېوادونو کې ترهګریز فعالیتونه کړي.

د هغو ځوانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې د داعش په ګډون له نورو ترهګرو ډلو سره یو ځای کېږي.» هغه وویل چې دا ځوانان بهر ته د کار لپاره ځي خو هلته د ترهګرو د تبلیغاتو تر اغیز لاندې راشي.

تقریبآ یو میلیون تاجیکان هر کال روسیې ته سفر کوي او دا شمېر په زیاتېدو دی. راپورونه وايي چې د روسیې پوځ د منځنۍ اسیا د هېوادونو یو شمېر اسیب پذیره ګډوال له اوکراین سره د جګړې لپاره هم ګماري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG