د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو پوځي ترینګلتیا وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي له افغانستان سره په وسله واله جګړه کې ښکېل شي.
د طالبانو حکومت وايي چې هیڅ هیواد سره د اړیکو ټینګیدو په برخه کې کومه ستونزه نلري او هیوادونه دې هم افغانستان سره د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې شرط نږدي.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري ۱) د ډبرو سکرو له یو نړېدلي کان څخه د ۱۰ نور کسانو مړي وایستل شول او پېښې د قربانیانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
د پاکستان د ګڼ نفوسه ایالت پنجاب په مرکز لاهور کې میشت پښتانه وايي، چې ددغه هیواد د پیژند پاڼو یا شناختي کارتونود ویشلو ملي ادارې "نادرا" یې کارتونه ترې نیولي دي، چې له کبله یې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) وویل چې په افغانستان باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ پیل شوې سرحدي جګړه اوس بنده شوې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر دوشنبه مارچ ۱۸ (کب۲۸) وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان د خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کیږي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (حوت۲۸) وویل چې د اسرائیل پوځي عملیاتو غزه په «یوی لویې سر خلاصې هدیرې» بدله کړې ده.
د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان له هوايي بریدونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي جګړې څخه وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره یې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړی دی.
په خیبر پښتونخوا کې میشت ځینې افغان کډوال وايي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته یې خپل هېواد یوازې د خپلو لوڼو او زامنو د زده کړو لپاره پرېښی وو خو د پاکستان دولت له لوري د بیرته ستنولو پرېکړې اندېښمن کړي دي چې په دې سره به یې د بچیانو زده کړې نیمګړې پاتې شي.
د پاکستان د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د مارچ په ۱۶ (کب ۲۶) د اېکس په ټولنیزه شبکه لیکلي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ورته د مبارکۍ ټېلیفون کړی او دوی دواړو هوکړه کړې چې د ورولۍ دوه اړخیزو اړیکو جوړولو لپاره به کار کوي.
د تهران د جمعې موقت امام کاظم صدیقي، چې د ځمکې په غصب کولو تورن دی، د تهران محکمې ته یو لیک استولی او ادعا کړې چې د هغه لاسلیک جعلي شوی دي.
داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یکشنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته ځان د شپږو نورو کلونو واکمنۍ لپاره چمتو کوي. پوتین په روسیې باندې تقریبآ ۲۵کاله واکمني کړې.
نور پورته کول