د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند یو مخکښ غړي لندسي ګراهام په افغانستان کې داعش د خراسان څانګي د اهدافو د کلک وېشتلو غوښتنه کړې ده.
په مسکو کې د جمعې د ورځې له برید وروسته، چې ۱۳۹ تنه په کې ووژل شول او څلور تاجیکان د برید په شک ونیول شول، په تاجیکستان کې دننه د جهادیانو په اړه اندېښنه او ویره پیدا شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) پنځه چینایي اتباع هغه مهال ووژل شول چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د دوی موټر په نښه کړ.
د پاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) وویل چې ددغه هېواد د سمندري ځواکونو پر یو مرکز باندې د وسله والو په برید کې د ملیشه ځواکونو لږ تر لږه یو غړی او پنځه بریدګر وژل شوي دي.
په پاکستان کې رسنیو خبر ورکړی چې دغه هېواد د افغان کډوالو د شړلو دوهم پړاو ته تیاری نیسي او په ترڅ کې به یې نږدې یو میلیون د کډوالۍ د موقت سند لرونکي افغانان له پاکستان څخه وایستل شي.
له هغه وروسته چې روسي رسنیو وویل چې د مسکو د کانسکرت په صالون باندې د برید په شک څلور نیول شوي کسان د تاجیکستان دي، د دغه هېواد ولسمشر امامعلي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په تیلفون کې خبرې کړې او دا پېښه یې غندلې ده.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ په سلګونو پنډيانو چې پر ډیورنډ کرښه د تورخم یوې بلې غاړې ته غوټې یا ګنډې تېروي په افغانستان کې د واکمنو طالب مقاماتو پر ضد اعتراضیه غونډه پیل کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره کې له افغانستان څځه د تحریک طالبان پاکستان وروستي شوي بریدونه وغندي.
د پاکستان د مالیې نوي ټاکل شوي وزیر جمعه مارچ ۲۲ ( وري ۳) وویل چې هیواد یې پلان لري د پیسو نړیوال صندوق څخه د نور پور غوښتنه هم وکړي.
د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د میشتو څه نا څه ۸۵۰۰۰۰ راجسټر افغان کډوالو د اېستلو دوهم پړاو پیلوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو پوځي ترینګلتیا وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي له افغانستان سره په وسله واله جګړه کې ښکېل شي.
د طالبانو حکومت وايي چې هیڅ هیواد سره د اړیکو ټینګیدو په برخه کې کومه ستونزه نلري او هیوادونه دې هم افغانستان سره د اړیکو د ټینګیدو په برخه کې شرط نږدي.
نور پورته کول