Svoboda | Graniru | BBC Russia | Golosameriki | Facebook

د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتور: موږ باید په افغانستان کې د داعش-خراسان اهداف قوي وځپو


لندسي ګراهام امريکايي سناتور
لندسي ګراهام امريکايي سناتور

د متحدو ایالتونو په کانګرس کې د جمهوریت غوښتونکو ګوند یو مخکښ غړي لندسي ګراهام په افغانستان کې داعش د خراسان څانګي د اهدافو د کلک وېشتلو غوښتنه کړې ده.

ګراهام دا غوښتنه د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اوومه) د خپل ایکس په حساب کې کړې ده. هغه لیکلي دي: «موږ باید په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې هدفونه کلک وځپو او مخکې له دې چې ناوخته شي، باید د هغوی عملیات ګډوډ کړو. او مخکې له دې چې ناوخته شي، باید د سرحد عملیاتي کنترول په خپل لاس کې واخلو.»

نوموړي‌ دا خبرې د مسکو له برید څو ورځې وروسته خپرې کړې. د مسکو په برید کې،‌ چې د داعش خراسان څانګې یې مسولیت اخیستی، ۱۳۹ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول.

په همدې حال کې د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال داعش د امریکا او اروپا لپاره لوی ګواښ وباله او دا کار یې له افغانستان څخه په بېړه د امریکايي ځواکونو له اېستل کېدو سره وتړه.

مککال د یکشنې په ورځ د امریکا د سي بي اس تلویزوني شبکې ته وویل: «د داعش د توانونو له ارزولو او د اطلاعاتي نظارت د توان له لرلو پرته مو افغانستان پرېښوده، دا جدي تېروتنه وه او موږ یې له خطر سره مخامخ کړي یو.»

د نوموړي تر څرګندونو درې ورځ مخکې د امریکا د مرکزي قوماندې پخواني مشر فرانک مککنزي د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې په استماعیه غونډې کې د داعش د ځواک د زیاتېدو خبر ورکړ او د امریکا له حکومت څخه یې وغوښتل چې په افغانستان کې د داعش او القاعده د قوي کېدو مخه ونیسي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته، د داعش ډلې په افغانستان کې یو لړ بریدونه کړي چې ډېر کله یې شیعه افغانان په نښه کړي‌ دي. طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش نفوذ ختم کړی دی.

د منځنۍ اسیا هېوادونه او په ځانګړي ډول تاجیکستان له دې پلوه په وار وار په افغانستان کې یې د داعش د نفوذ او فعالیت په زیاتېدو او بهر ته د هغوی د نفوذ د انتقال کېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د روسیې مقاماتو هم د اندېښنې ښودلې تر څنګ ویلي چې داعش د افغانستان په شمال کې، چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سرحد لري، فعال دی او باید ګډه مبارزه ورسره وشي.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو څو اوونۍ مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې ځواک ۱۵ سلنه زیات شوی دی. نوموړي همدغه راز ویلي وو چې داعش منځنۍ اسیا ته د افراطي افکارو د انتقال او د ګډ امنیت تړون د غړو هېوادونو په جنوبي سرحدونو کې د تخریبي فعالیتونو هڅه کوي.

تقریبآ دوې میاشتې مخکې ملګرو ملتونو په یو راپور کې وویل چې داعش د افغانستان او سیمې لپاره ګواښ دی. تېرکال په بندیزونو باندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نظارت او تحلیل ډلې ویلي وو چې ترهګرې ډلې د پخوا په پرتله اوس په افغانستان کې له ازاد تګ راتګ او فعالیت څخه ډېرې برخمنې دي او په افغانستان او سیمې کې د ترهګرۍ ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG