د امریکې د سټېټ ډپارټمنټ، خارجه وزارت، ترجمان مېتیو مېلر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په تېرو څو ورځو کې په وېسټ بېنک کې په تشدد کې په زیاتوالي ژور تشویش لري
سټېټ ډپارټمنټ وویل د بندیزونو په نتیجه کې په امریکا او د امریکې د واک اختیار لاندې سیمو کې د دې کمپنو اثاثې او مفادات تړل شوي دي او په اړه به يې سټېټ ډپارټمنټ ته معلومات ورکول کېږي. دې کمپنو سره په تړلو کسانو که هغه په امریکا کې او که د امریکې نه بهر دي هم بندیز لګول شوی دی
د سيکورېټي کونسل په پنځلسو غړو کې، دوولسو یې د پېش کړی شوي قرارداد په حق کې رایه ورکړه، برطانیې او سوېټزرلېنډ بې طرفه پاته شول، خو صرف امریکا منفي رایه ورکړه.
امریکې او اتحادیانو يې په ایران بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې اسرایل د ایران د حملې په جواب ورکولو غور کوي
په کلیسا او په منظم مذهب هم د امریکایانو اعتماد په مستقل ډول زوال پذیر دی او تېر کال ۳۰ فیصد امریکایانو پې د "ډېر لږ" اعتماد اظهار وکړو. په دې لړ کې د عدم کچه د ۱۹۷۳ راهسې د ټولو نه زیاته ده. ګېلپ هم د ۱۹۷۳ راهسې په خپلو څېړنو کې د امریکایانو پوښتنې کوي
د ایلينای ریاست په شکاګو ښار کې مظاهره کوونکو د یو بل سره لاسونه وتړل او اوهېرانټرنېشنل اېرپورټ ته تلونکي لویه لاره یې بنده کړه. د مظاهرې یوې منتظمې رفقه فلانح وویل احتجاج یې د فلسطین د ازادۍ دپاره د اقتصادي بلاکېډ یا د اقتصادي بندیز برخه ده
نور کتل
No media source currently available