د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په جګړه ځپلې غزه کې د یرغمل شویو کسانو د آزادولو لپاره د یوې معاملې چې د «اوږد مهاله اوربند» سره مل وي غوښتنه وکړه. دا پداسې حال کې دي چې د جګړې اړخونو د اوربند پر سر خبرو ته تیاری ښودلی دی.
د نړیوالو فشارونو او اندېښنو سره سره د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو وايي چې پوځ به یې د رفح ښار ته داخل شي.
د تهران د جمعې موقت امام کاظم صدیقي، چې د ځمکې په غصب کولو تورن دی، د تهران محکمې ته یو لیک استولی او ادعا کړې چې د هغه لاسلیک جعلي شوی دي.
داسې ښکاري چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د یکشنبې د ورځې له انتخاباتو وروسته ځان د شپږو نورو کلونو واکمنۍ لپاره چمتو کوي. پوتین په روسیې باندې تقریبآ ۲۵کاله واکمني کړې.
د روسیې ریا خبري اژانس د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) د جنوبي اوسیتیا د پارلمان د مشر له قوله ویلي، د جنوبي اوسیتیا، سیمه چې له ګرجستان څخه جلا شوې او ځان یو خپلواک دولت بولي وایي، د مسکو له مقاماتو سره په دې غږېږي چې د روسیې برخه شي.
مصري چارواکو ویلي چې ټاکل شوې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې بندیدو په هدف خبرې په قطر کې د یکشنبې په ورځ بیرته پیل شي.
د پاکستان د پوځ مقاماتو نن د مارچ ۱۶ (کب ۲۶) وویل چې د دغه هېواد اووه سرتېري هغه مهال ووژل شول چې شپږو بریدګرو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
د هند ټاکنیزو مقاماتو د شنبې په ورځ، مارچ ۱۶ (کب ۲۶) اعلان وکړ چې هند به د اپریل په ۱۹مه د پارلماني ټاکنو لپاره د رای ورکولو بهیر پیل کړي.
متحده ایالاتو او متحدینو یې جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) خبرداری ورکړ که ایران په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره روسیې ته بالاستیک توغندي ورکړي، د لویدیځو هیوادونو ستر اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي.
د ترکیې مقاماتو د جمعې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) وویل چې ددغه هېواد ساحل ته څېرمه د ایجین په سمندرګي کې د کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې او لږ تر لږه اته کسان پکې مړه شوي دي.
د فلسطین خپلواکې ادارې رسمي خبري اژانس پنجشنبه مارچ ۱۴ (کب ۲۴) ویلي چې جمهور رئیس محمود عبادس خپل د اقتصادي چارو یو سابقه لرونکي سلاکار، محمد مصطفی د نوي صدراعظم په توګه وټاکه.
د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل پنجشنبه مارچ ۱۴ (کب۲۴) خبرداری ورکړ چې په اوکراین کې جګړه ښایي په راتلونکو میاشتو کې فیصله شي او د متحدینو څخه یې وغوښتل چې کیف ته مرستې چټکې کړي.
نور پورته کول