د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو پوځي ترینګلتیا وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، هېواد یې نه غواړي له افغانستان سره په وسله واله جګړه کې ښکېل شي.
د اوکراین له خوا په جګړه کې نیول شويو یو شمېر بهرنيو سرتیرو ویلي چې دوی په اسیا، کارابین او افریقا کې له خپلو کورونو څخه د روزګار په لټه وتلي وو او د روسیې له خوا په چل او فریب د جګړې لومړۍ کرښې ته لیږل شوي دي.
د پیسو نړیوال صندوق د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري اول) اعلان وکړ چې د پاکستان له حکومت سره د درې میلیارد ډالرو پور د وروستي قسط د ورکړې په اړه لومړنۍ هوکړې ته رسېدلي دي.
د پاکستان پولیسو د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۰ (وری لومړی نېټه) وویل، هغه دوه میرمنې چې یو ښوونکی یې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلې و، په اعدام محکومې شوې.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري ۱) د ډبرو سکرو له یو نړېدلي کان څخه د ۱۰ نور کسانو مړي وایستل شول او پېښې د قربانیانو شمېر ۱۲ ته ورسېد.
چین د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن په هغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی دی چې وايي که په لانجمنو اوبو کې په فیلیپین باندې وسله وال برید وشو، واشنګټن د هغه هېواد د دفاع لپاره په خپلو ژمنو ولاړ دی.
په جرمني کې چارواکي وايي دوه افغانان یې د سویډن د پارلمان په ودانۍ باندې د برید د توطیې جوړولو په شک نیولي دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوسیپ بوریل د دوشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (حوت۲۸) وویل چې د اسرائیل پوځي عملیاتو غزه په «یوی لویې سر خلاصې هدیرې» بدله کړې ده.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزیپ بوریل وايي چې د شپږو نورو کالونو لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه د ولادمیر پوتین بیا انتخاب کېدل «ازاد او عادلانه» نه دي.
د اسرائیل پوځ وايي، د غزې ښار ترټولو ستر روغتون الشفا کې یې د دوشنبې د ورځې مارچ ۱۷ (کب ۲۷) راهیسې عملیات پیل کړي دی.
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۷ (کب ۲۷) په جګړه ځپلې غزه کې د یرغمل شویو کسانو د آزادولو لپاره د یوې معاملې چې د «اوږد مهاله اوربند» سره مل وي غوښتنه وکړه. دا پداسې حال کې دي چې د جګړې اړخونو د اوربند پر سر خبرو ته تیاری ښودلی دی.
د نړیوالو فشارونو او اندېښنو سره سره د اسرائیل صدراعظم بینیامین نتنیاهو وايي چې پوځ به یې د رفح ښار ته داخل شي.
نور پورته کول