د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۴) مسکو ته څېرمه د کنسرت پر تالار برید ''وحشیانه تروریستي برید'' وباله او ژمنه یې وکړه چې د دې پېښې عاملین به مجازات کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شنبې په ورځ ۲۳ (وري ۴) غزې ته د سفر پر مهال وویل چې نړۍ د جګړې وحشتونه په کافي اندازه لیدلي. هغه د اوربند غوښتنه چې لا زیاتو مرستو اجازه ورکړي.
د نړۍ مشرانو په مسکو کې د موسیقۍ یوه تالار کې د وسله والو لخوا هغه مرګونی برید غندلی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپیان شول.
د روسیې فدراسیون په پایتخت مسکو کې د موسیقي په یو تالار د جمعې برید ته چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی د طالبانو د حکومت په ګډون د یو شمیر سیاسي مشرانو په غبرګونونو کېدا برید په سختو ټکو غندلی دی.
په روسیه کې چارواکي وایي چې وسله والو د دې هیواد پایتخت مسکو په یوې څنډې کې د موسیقۍ په یو تالار کي ډزې کړي، لږ تر لږه ۴۰ تنه یې وژلي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شویدي.
د پاکستان د مالیې نوي ټاکل شوي وزیر جمعه مارچ ۲۲ ( وري ۳) وویل چې هیواد یې پلان لري د پیسو نړیوال صندوق څخه د نور پور غوښتنه هم وکړي.
روسیې او چین، نن جمعه، د مارچ ۲۲ (وري دریمه) د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د "سمدستي او تلپاتې اوربند" په اړه د متحدو ایالتونو د پریکړه لېک مسوده ویټو کړه.
اسرائیلی چارواکو د جمعې په ورځ، مارچ ۲۲ (وري دریمه) د اردن د سیند په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د ۸۰۰ هکتاره ځمکې د نیولو څخه پداسې حال کې خبر ورکړ، چې د بشري حقونو فعالانو د اسرائیل دغه اقدام په تیرو څو لسیزو کې بیساری بللی دی.
روسیې د جمعې په ورځ مارچ ۲۲ (وري ۳) په اوکراین باندې د خپل یرغل دوه کاله وروسته ومنله چې دا هیواد د "جګړې په حالت کې" دی. دا پداسې حال کې دي چې مسکو په خپل ګاونډي هیواد اوکراین باندې د توغندیو او ډرون الوتکو پراخ بریدونه پیل کړي دي.
پاکستان د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري دوهمه) د امریکا هغه خبرداری رد کړ چې که د تېرې میاشتې په انتخاباتو کې د بې نظمیو ارزونه ونه شي د دواړو هېوادونو اړیکې به زیانمنې شي.
د روسیې هوايي بریدونو د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (وري ۲) د اوکراین پایتخت کیف په نښه کړ او د اوکراین هوايي ځواک وویل چې د روسیې ټول ۳۱ توغندي یې ویشتلي دي.
نور پورته کول