له هغه وروسته چې روسي رسنیو وویل چې د مسکو د کانسکرت په صالون باندې د برید په شک څلور نیول شوي کسان د تاجیکستان دي، د دغه هېواد ولسمشر امامعلي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په تیلفون کې خبرې کړې او دا پېښه یې غندلې ده.
په بلجیم کې چارواکو نن یکشنبه مارچ ۲۴ (حمل پنځم) وویل چې د ډزو په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره کې له افغانستان څځه د تحریک طالبان پاکستان وروستي شوي بریدونه وغندي.
په نایجریا کې پوځ او چارواکو نن یکشنبه مارچ ۲۴ (حمل څلورمه) وویل چې د دغه هېواد په شمال لویدیځ کې د ښوونځي ۱۳۰ تنه زده کوونکي، چې وسله والو تښتولي وو، بېرته خوشي شوي او ټول سلامت دي.
د اسرئیل پوځ په سیمه ایز وخت یکشنبه مارچ ۲۴ (وري پنمه) د لبنان په شمال ختیځ کې د حزب الله وسله والې ډلې مرکز بمباري کړی چې د چارواکو په وینا درې تنه پکې ټپي شویدي.
پداسې حال کې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وایي چارواکو ۱۱ برید کوونکي د موسیقۍ په تالار د برید په تړاو نیولي او دا ادعا یې هم کړې چې څلورو یې اوکراین ته د تیښتې هڅه کوله خو د اوکراین جمهور رئیس وایي پوتین او ډله یې تل د دا شان پیښو ملامتي په نورو اچوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شنبې په ورځ مارچ ۲۳ (وري ۴) مسکو ته څېرمه د کنسرت پر تالار برید ''وحشیانه تروریستي برید'' وباله او ژمنه یې وکړه چې د دې پېښې عاملین به مجازات کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د شنبې په ورځ ۲۳ (وري ۴) غزې ته د سفر پر مهال وویل چې نړۍ د جګړې وحشتونه په کافي اندازه لیدلي. هغه د اوربند غوښتنه چې لا زیاتو مرستو اجازه ورکړي.
د نړۍ مشرانو په مسکو کې د موسیقۍ یوه تالار کې د وسله والو لخوا هغه مرګونی برید غندلی چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان ووژل شول او لسګونه تنه نور ټپیان شول.
د روسیې فدراسیون په پایتخت مسکو کې د موسیقي په یو تالار د جمعې برید ته چې مسوولیت یې داعش په غاړه اخیستی د طالبانو د حکومت په ګډون د یو شمیر سیاسي مشرانو په غبرګونونو کېدا برید په سختو ټکو غندلی دی.
په روسیه کې چارواکي وایي چې وسله والو د دې هیواد پایتخت مسکو په یوې څنډې کې د موسیقۍ په یو تالار کي ډزې کړي، لږ تر لږه ۴۰ تنه یې وژلي او تر ۱۰۰ ډیر ټپي شویدي.
د پاکستان د مالیې نوي ټاکل شوي وزیر جمعه مارچ ۲۲ ( وري ۳) وویل چې هیواد یې پلان لري د پیسو نړیوال صندوق څخه د نور پور غوښتنه هم وکړي.
نور پورته کول