د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اوومه) یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، په نړۍ کې په تېرې یوې لسیزې کې ۶۴۰۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هدفونو ته د رسېد په لارو کې مړه شوي دي.
په مسکو کې د جمعې د ورځې له برید وروسته، چې ۱۳۹ تنه په کې ووژل شول او څلور تاجیکان د برید په شک ونیول شول، په تاجیکستان کې دننه د جهادیانو په اړه اندېښنه او ویره پیدا شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) پنځه چینایي اتباع هغه مهال ووژل شول چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د دوی موټر په نښه کړ.
د پاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) وویل چې ددغه هېواد د سمندري ځواکونو پر یو مرکز باندې د وسله والو په برید کې د ملیشه ځواکونو لږ تر لږه یو غړی او پنځه بریدګر وژل شوي دي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار برید په هکله په تازه څرګندونو کې لا هم نده منلې چې دا برید د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړی.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ څه باندې پنځو میاشتو جګړو څخه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه وکړله.
روسيې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (حمل شپږمه) د متحدو ایالتونو په هغو «اطلاعاتو» شک څرګند کړی چې وايي د مسکو برید د داعش ډلې کړی او هغوی دا برید طرحه کړی و.
د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) وویل چې پوځيان یې د غزې د دوو روغتونونو شاوخوا د حماس له اورپکو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوي او په تیره یوه ورځ کې په دغو جګړو او هوايي بمباریو کې ۲۰ اورپکي مړه شوي دي.
د روسیې په پایتخت مسکو کې یوې محکمې یکشنبه مارچ ۲۴ ( وري پنځه) حکم وکړ چې په مسکو کې د موسیقۍ په تالار څلور مشکوک برید کوونکي د محاکمه کیدو پورې د پولیسو سره په بند کې پاتې شي.
له هغه وروسته چې روسي رسنیو وویل چې د مسکو د کانسکرت په صالون باندې د برید په شک څلور نیول شوي کسان د تاجیکستان دي، د دغه هېواد ولسمشر امامعلي رحمان د روسیې له ولسمشر ولادمیرپوتین سره په تیلفون کې خبرې کړې او دا پېښه یې غندلې ده.
په بلجیم کې چارواکو نن یکشنبه مارچ ۲۴ (حمل پنځم) وویل چې د ډزو په دوو جلا پېښو کې دوه تنه وژل شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره کې له افغانستان څځه د تحریک طالبان پاکستان وروستي شوي بریدونه وغندي.
نور پورته کول