د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې د پنځه چینایي اتباعو له وژل کېدو وروسته، د پاکستان یو امنیتي مقام د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اتمه) وویل، چې ددغه هېواد په شمال لویدیځ کې یې د چینایي انجینرانو لپاره امنیتي تدابیر لوړ کړی دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اوومه) وویل، چې د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې (پایپ لاین) له پروژې څخه ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې چې د واشنګټن له خوا د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی، د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د عالي محکمې شپږ قاضیانو په یو لیک کې د دغه هیواد استخباراتي اداره د "سیاسي" قضیو په تړاو د دوی په ډارولو او مجبورولو تورنه کړې ده.
د سوریې په ختیځ کې دیر الزور په ولایت کې سه شنبه مارچ ۲۶ ( وري ۷) په څو هوایي بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب غړیو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شویدي.
د مهاجرت نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (حمل اوومه) یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي، په نړۍ کې په تېرې یوې لسیزې کې ۶۴۰۰۰ پناه غوښتونکي خپلو هدفونو ته د رسېد په لارو کې مړه شوي دي.
په مسکو کې د جمعې د ورځې له برید وروسته، چې ۱۳۹ تنه په کې ووژل شول او څلور تاجیکان د برید په شک ونیول شول، په تاجیکستان کې دننه د جهادیانو په اړه اندېښنه او ویره پیدا شوې ده.
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) پنځه چینایي اتباع هغه مهال ووژل شول چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د دوی موټر په نښه کړ.
د پاکستان چارواکو د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۶ (وري ۷) وویل چې ددغه هېواد د سمندري ځواکونو پر یو مرکز باندې د وسله والو په برید کې د ملیشه ځواکونو لږ تر لږه یو غړی او پنځه بریدګر وژل شوي دي.
د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین په مسکو کې د موسیقۍ په یو تالار برید په هکله په تازه څرګندونو کې لا هم نده منلې چې دا برید د اسلامي دولت یا داعش ډلې کړی.
په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ څه باندې پنځو میاشتو جګړو څخه وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه وکړله.
روسيې د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (حمل شپږمه) د متحدو ایالتونو په هغو «اطلاعاتو» شک څرګند کړی چې وايي د مسکو برید د داعش ډلې کړی او هغوی دا برید طرحه کړی و.
د اسرائیل پوځ د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۵ (وري ۶) وویل چې پوځيان یې د غزې د دوو روغتونونو شاوخوا د حماس له اورپکو سره په مخامخ جګړه کې ښکېل شوي او په تیره یوه ورځ کې په دغو جګړو او هوايي بمباریو کې ۲۰ اورپکي مړه شوي دي.
نور پورته کول