BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ویډیو, د ثور ۷مه؛ تېروتنې چېرې وشوې او ولې سوکالي پر بربادۍ واوښته؟موده, 26,35
د ثور د اومې له کودتا ۴۶ کاله تېر شول. سمبالګر یې وايي موخه یې د افغانستان سوکالي وه. خو تېروتنې چېرې وشوې او ولې دا بدلون د سوکالۍ پر ځای بربادي راوړه؟ زدکړې ترې وشوې او که هماغه تېروتنې بیا د افغانستان په سیاسي ډګر کې تکرارېږي؟ د بي بي سي په دې ځانګړې خپرونه کې ورته کتنه شوې. زموږ همکار یما بارز د پخواني خلق ډېموکراتیک ګوند د مرکزي کوميټې د تبلیغاتو له مسوول عبدالله سپنګر سره خبرې کړې.
امریکا کې د غزې جګړې پر ضد احتجاجي محصلین له پولیسو سره لاس او ګرېوان شوي
امریکا جورجیا په ایموري پوهنتون کې پولیس او هغه احتجاجیان لاس او ګرېوان شوي، چې په غزه کې د جګړې پر ضد احتجاج کوي. د یادونې ده، دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوې، چې د غزې جګړې پر ضد د امریکا په یو شمېر تعلیمي ادارو کې احتجاجونو زور اخیستی.
افغان-قزاق سوداګرۍ فورم؛ متقي وايي دریو ګاونډيو هېوادونو کې داعش ډلې سره مرسته کېږي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه داعش ډلې ته د بشري ځواک په چمتو کولو، لار سمولو او ځای ور کولو تورن کړي دي. هغه د دغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي، خو وايي د داعش خلاف مبارزه کې یې د مسوولیت نه ترسره کولو سیمه ناامنه کړې ده.
ویډیو, افغانستان کې ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شويموده, 6,22
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې هېواد کې د ښځینه سوداګرو شمېر په ډېرېدو دی. دغه وزارت وايي، ټول ټال ښځو ته ۹۰۰۰ جوازونه ورکړل شوي. ډېر شمېر ښځې د کرنې او مالدارۍ، کالیو ګنډلو او جوړولو، غالیو اوبدلو، د تازه او وچو مېوو تولید او پروسس او د زعفرانو د تولید او پروسس برخو کې کار او سوداګري کوي.
ناسا لمر نیونې ته د حیواناتو د غبرګون ارزونه کوي
د سږ کال لمر نیونې پر مهال د انسانانو غبرګونونه جالب و، دې پېښې ګڼ خلک حیران کړي وو. ډېرو کسانو عینکې په سترګو کړې وې او له بېلابېلو سیمو د لمر نیونې نندارې ته وتلي وو. خو د دې پېښې په اړه به د حیواناتو غبرګونه څه وو؟ ناسا پرېکړه کړې چې ارزونه یې وکړي.
امریکا په پټه اوکرایین ته اوږد واټنه توغندي ورکړي
امریکايي چارواکو تایید کړې چې د اوکرایین پوځ د ورسیې خلاف جګړه کې د هغو اوږد واټنه توغندیو کارول پیل کړي چې روانه میاشت په پټه امریکا ورکړي دي. دا توغندي په هغې ۳۰۰ میلیون ډالري مرستندویه ټولګه کې شامل وو، چې ولسمشر 'جو بایډن' مارچ میاشت کې تصویب کړې وه. د رپوټونو له مخې اوکراییني ځواکونو دغه توغندي تر دې دمه کرایمیا ټاپو وزمه او بېردیانڅک ښار کې د روسي اهدافو خلاف کارولي دي.
د ملاریا نړیواله ورځ؛ اقلیمي بدلون د ناروغۍ ډېرېدو کې رول لرلی شي
د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت، د سودان د دارفور سیمې اوسېدونکی آدم رجال د دې ناروغۍ نښې یادوي چې د فبرورۍ په میاشت کې هغه په سیمه کې د بې ځایه شویو په کمپونو کې رامنځته شوې دي.
ځانګړي مطالب
ظاهر او باطن
داسې څوک به شاید تاسې هم لیدلی وي چې د زورور سړي به بې حده احترام کوي او یو بل وخت به، چې له هغه سره زور نه وي، سپکې سپورې پسې وایي.
شمالي وزیرستان ته د انس حقاني تګ؛ څه ډول تللی و او موخه یې څه وه؟
د تېر کمکي اختر ورځو کې (د ۲۰۲۴ اپرېل) شمالي وزیرستان ته د انس حقاني "نارسمي سفر" په افغانستان او پاکستان دواړو کې غبرګونونه پارولي دي. ښاغلی حقاني د طالبانو حکومت کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ورور دی. نوموړی د طالبانو حکومت کې د هغه کمېسیون غړی هم دی چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته له افغانستانه د وتلو سیاستوالو او حکومتي چارواکو د بېرته ورستنولو لپاره جوړ شوی دی.
د پښتورګو د اتو عامو ناروغیو نښې څه دي؟
د هند د نیفرولوژي (پښتورګو ناروغیو درملنې) ټولنې د یوې تازه څېړنې له مخې، په ټوله نړۍ کې ۸۴ میلیونه کسانو د پښتورګو په مختلفو ناروغیو اخته دي، یعنې په نړۍ کې له هرو لسو کسانو یو یې د پښتورګو په یو ډول نه یو ډول ناروغۍ اخته دی. باید یادونه وکړو چې په نړۍ کې د مړینې د لسو لاملونو له ډلې د پښتورګو ناروغي په اووم ځای کې ده.
د کتاب نړیواله ورځ؛ طالبانو ولې زرګونه ټوکه کتابونه له بازاره راټول کړي؟
د اپرېل ۲۳ په نړۍ کې د کتاب او په ځانگړي ډول د کاپي رايټ نړیواله ورځ ده . ملګري ملتونه هر کال دغه ورځ د کتاب لوستنې ترویج او هڅونې او له هغه نه د خوند اخیستلو په موخه لمانځي.
"د کابل نجونې" د طالبانو پر ضد اعتراض کوونکې ډله: غواړو د سندرو له لارې خپل غږ پورته کړو
کابل کې د "کابل نجونې" په نامه یوې ډلې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلن پر ضد احتجاجي سندرې پیل کړې دي.
نيمه نړۍ
افغانستان
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , د اوونۍ بحث, ۱۲:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۱،۰۰،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, د نن خبرې, ۰۵:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سهارنۍ خپرونه, ۰۳:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
واورئ, لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۲۶ اپریل ۲۰۲۴, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي اورئ
ځانګړې پاڼه
ويډيویي رپوټونه او مرکې
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.